ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمر: د کندوز په درېيو ولسواليو کې ټاکنې نه دي شوې

عمر: د کندوز په درېيو ولسواليو کې ټاکنې نه دي شوې

author avatar
27 Oct 2018 - 16:00
عمر: د کندوز په درېيو ولسواليو کې ټاکنې نه دي شوې
author avatar
27 Oct 2018 - 16:00

کندوز ښار (پژواک، ٥ لړم ٩٧): د کندوز د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې د دغه ولايت د راجستر شوو رايه ورکوونکو له ډلې يواځې شل سلنه کسانو د رايې ورکولو په پروسه کې ګډون کړى دى.

دغه څرګندونې د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس رسول عمر د لړم په پنځه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې په دغه ولايت کې ١٧٢زره کسانو د رايې اچوونکو په توګه نوم ليکنه کړې وه، خو د نا امنيو له امله يواځې ٣٥زره کسانو رايه ورکړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په پام کې وه چې د دغه ولايت په ٢٢٠ مرکزونو کې نوم ليکنه وشي، خو د امنيتي ستونزو له امله په ٩٨ مرکزونو کې يې نوم ليکنه ونه شوه.

ده وويل: ((د ټاکنو په ورځ په اتيا مرکزونو کې رايه اچونه وشوه، ٣٢ نور بيا هم د نا امنۍ له امله تړلي پاتې شول.))

د عمر په وينا، د لوړو امنيتي ګواښونو له امله په قلعه زال، ګلتپه او کلباد ولسواليو کې هېڅ ټاکنې نه دي شوې.

دغه راز د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو ونه شو کولاى د ټاکنو په ورځ په سمه توګه امنيت تامين کړي.

ده وويل: ((طالبانو هم له پنځوسو ډېرې د هاوان مرمۍ وتوغولې چې له امله يې سل تنه زخميان شول او لس نور و وژل شول، همدا و چې خلکو په ټاکنو کې سمه برخه وانه خيسته.))

د کندوز د ولايتي شورا بل غړي توريال کاکړ هم پژواک ته وويل، که څه هم د ټاکنو په ورځ د نا امنيو له امله د رايې ورکونې په پروسه کې د خلکو ګډون د پام وړ نه و خو امنيتي ځواکونو وکولاى شول چې د دغه ولايت د سقوط مخه ونيسي.

ده زياته کړه: ((امنيت سم تامين نه و، شل سلنه خلکو رايه ورکړه، اتيا سلنه له رايې ورکولو پاتې شول، خو ولايت له سقوط نه ساتل شوى دى.))

همدارنګه د کندوز ښار اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل چې نوم ليکنه يې کړې وه خو رايه يې نه ده ورکړې.

هغه وايي: ((زه او ماغوندې زرګونه نور کسان د ټاکنو په ورځ له کوره ونه وتل؛ ځکه هرې خوا ته توغوندي راتلل، خلکو ته ځان مهم دى نه رايه ورکونه.))

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو د ټاکنو په ورځ کلک امنيتي تدابير نيولي وو.

د نوموړي په وينا، د ټاکنو کمېسيون ونه شو کولاى چې په وخت سره ټاکنيز توکي ټاکنيزو مرکزونو ته انتقال کړي څو خلک رايه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ډېرو لږو خلکو د ټاکنو په پروسه کې ګډون کړى دى.

د يادونې ده، د تلې مياشتې په ٢٨ او ٢٩مه د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.