ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: لوړو زده کړو وزارت دې له ننګرهاره د پوهنتون لېږدولو په اړه سپيناوى وکړي

ولسي جرګه: لوړو زده کړو وزارت دې له ننګرهاره د پوهنتون لېږدولو په اړه سپيناوى وکړي

author avatar
27 Oct 2018 - 16:25
ولسي جرګه: لوړو زده کړو وزارت دې له ننګرهاره د پوهنتون لېږدولو په اړه سپيناوى وکړي
author avatar
27 Oct 2018 - 16:25

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٧): ولسي جرګې د لوړو زده کړو له وزارته وغوښتل چې له ننګرهار ولايته کابل ته د نړيوال اسلامي پوهنتون د لېږدولو په اړه سپيناوى وکړي.

په ننګرهار کې د نړيوال اسلامي پوهنتون د بنسټ  ډبره چې په ۱۳۹۲ لمريز کال کې د هغه مهال د والي ګلاب منګل او ګڼ شمېر نورو چارواکو له خوا اېښودل شوې وه، تېره اوونۍ د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابينې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې دغه نړيوال اسلامي پوهنتون دې کابل کې جوړ شي.

د کابينې له غونډې وروسته د ارګ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((د لوړو زده کړو وزير په افغانستان کې د اسلامي نړيوال پوهنتون د جوړولو په اړه په قاهره کې د اسلامي همکاریو دوولسم کنفرانس  (OIC)د مصوبې پر اساس د دغه وزارت وړانديز غونډې ته مطرح کړ چې کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د دغه پوهنتون جوړول په کابل کې تاييد کړل.))

د سرچينې په وينا، کابينې د ښار جوړولو وزارت په مشرۍ یې یوه کمېټه موظفه کړه چې د ياد پوهنتون د اړتیا وړ ځمکه دې د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې د وړانديز په پام کې نیولو سره په چهار اسیاب ولسوالۍ يا د ټکنالوجۍ په پارک کې مطالعه او خپل مشخص وړانديز دې کابينې ته وړاندې کړي.

د کابينې دغه پرېکړه د ننګرهار ولايت د خلکو، مدني فعالانو او سياسيونو کلک غبرګونونه راپارولي او نن  په ولسي جرګه کې وکيلانو هم پر دې پرېکړې نيوکې وکړې.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار وکيلې ارين يون وويل چې کابل ته د دغه پوهنتون لېږدول په هېڅ دليل دوى ته د منلو وړ نه دي او نه به چا ته د دغه کار اجازه ورکړي.

هغې زياته کړه، څو کاله مخکې په ننګرهار کې د دغه پوهنتون د بنسټ ډبره اېښودل شوې، خو د ځينو ستونزو له امله يې کارونه پيل نه شول، خو اوس چې يې د دېوال کارونه پيل شوي، کابينه د لوړو زده کړ و د وزير په فرمايش غواړي دغه پوهنتون کابل ته ولېږدول شي.

د ننګرهار بل وکيل امير خان يار وويل چې په ننګرهار کې د دغه پوهنتون د جوړولو لپاره بوديجه شته او کارونه يې روان دي. ولسمشر حق نه لري چې يوه پيل شوې پروژه کابل ته ولېږدوي.

يار وايي، که حکومت غواړي په کابل کې اسلامي پوهنتون جوړ کړي، نو بل دې جوړ کړي، د ننګرهار حق دې نه خوري.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی حاجي حضرت علي هم وايي چې له پرېکړو سره سم اسلامي پوهنتون بايد په ننګرهار کې جوړ شي.

ده زياته کړه: ((د ولسمشر په ګډون لوړ پوړي دولتي چارواکي د کمپاين پر مهال ننګرهار ته راځي له خلکو رايې غواړي او د همکاريو ژمنې کوي، خو نن نه ننګرهار امنيت لري او نه برېښنا لري، څوک يې غم نه خوري.))

د هغه په وينا، اوس دغه دى له ننګرهاره پوهنتون هم کابل ته لېږدوي چې دوى به هېڅکله اجازه ورنه کړي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي د دې جرګې له ديني او فرهنګي کمېسيون څخه وغوښتل چې په دې اړه د لوړو زده کړو له وزيره سپيناوى وغواړي.

هغه زياته کړه، د لوړو زده کړو وزير او نور اړوند مسوولين دې ولسي جرګې ته راشي او په دې اړه دې د وکيلانو اندېښنو ته ځواب وايي.

د کابل پوهنتون استاد محمد اسماعيل يون وايي چې د ننګرهار د نړيوال اسلامي پوهنتون په اړه يې نن د لوړو زده کړو له وزير خواجه عمري سره وليدل.

استاد يون په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې د لوړو زده کړو د وزير څرګندونې داسې ليکلې: ((د اسلامي هېوادونو کنفرانس نړیوال پوهنتون په ولاياتو کې نه، بلکې د يو هېواد په مرکز کې جوړوي، که تر ۲۰۱۹م کال پورې موږ هغوی ته په مرکز کې د نړيوال پوهنتون د جوړولو خبر ورنه کړ، ٣٥٠ ميليونه ډالر چې ځانګړې شوي، د افغانستان له لاسه وځي.))

خواجه عمري زياته کړې، د پيسو د نه ورکړې خبر د اسلامي هېوادونو کنفرانس د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت سره شريکه کړې او هغوى د کابينې غونډې ته وړاندې کړې، د لوړو زده کړو وزارت په کې هېڅ کار نه لري.

اسماعيل يون وايي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په ننګرهار کې د دغه پوهنتون د جوړولو حکم کړی او د لوړو زده کړو وزارت يې د بنسټ ډبره هم ننګرهار کې اېښې، که اسلامي هېوادونو ورسره اختلاف درلودای هغه دا پرېکړه نه کوله.

هغه زياته کړې، په ننګرهار کې د دغه پوهنتون لپاره پراخه ځمکه شته او د نور انکشاف امکانات هم لري، په کابل کې نه دومره ځمکه شته او نه يې حکومت په څه کم يو کال کې پيدا کولی شي او بيا به هم يادې پيسې د افغانستان له لاسه ووځي.

استاد يون وايي چې د لوړو زده کړو وزير وړانديز وکړ چې پوهنتون دې په کابل کې جوړ شي، خو دوه پوهنځي دې په ننګرهار کې وي.

خو په خپله اسماعيل يون وړانديز کړى چې د لوړو زده کړو، بهرنيو چارو او ولسمشرۍ ماڼۍ يو ګډ ملي او مسلکي پلاوى دې وټاکل شي او په دې اړه دې له اسلامي کنفرانس سره خبرې وشي او هغوى ته قناعت ورکړي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.