ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې په یوه هوايي برید کې پنځه طالبان وژل شوي

پکتیا کې په یوه هوايي برید کې پنځه طالبان وژل شوي

author avatar
27 Oct 2018 - 16:39
پکتیا کې په یوه هوايي برید کې پنځه طالبان وژل شوي
author avatar
27 Oct 2018 - 16:39

ترینکوټ- ګردېز (پژواک، ۵ لړم ۹۷): د ملي امنيت ځواکونو په اروزګان کې له وسله والو طالبانو څلور رينجر موټر او يو شمېر وسلې بېرته ترلاسه کړې او په پکتيا کې د هوايي بريد پر مهال پنځه طالبان وژل شوي دي.

د اروزګان د ملي امنیت ریاست د ۹۵۹ قطعې قوماندان عزیزالله شریفي د لړم په پنځمه خبريالانو ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو د مرکز ترينکوټ په ځينو سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال د ملي امنيت ځواکونو څلور رينجر، یوه راکټ، دوه میله درازنوف، درې کلاشینکوفونه، یو ماین پال، ۳۰ شاجورونه او ۶۰۰ د پیکا مرمۍ ترلاسه کړي دي.

ده زياته کړه: ((په دې رينجرو کې يو يې د اردو او درې د پوليسو دي چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې له طالبانو سره و او موږ ترې بېرته ونيول.))

د شريفي د معلوماتو له مخې، د نيول شوو رينجر او وسلو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو اوس هم په سيمه کې عمليات روان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، پکتيا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي چې په زرمت ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د قول اردو د اعلاميې له مخې، ياد کسان په يوه فيلډر موټر کې سپاره وو چې هوايي بريد پرې شوى او ټول وژل شوي دي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې په بريد کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان او د ګردېز نظامي مسوول حسن خالد هم وژل شوى دى.

په دې اړه د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم وويل چې بريد د زرمت په يمني خېلو سيمه کې شوی چې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.

تبسم پژواک ته وويل چې د سرې قطعې د قوماندان او د ګردېز لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي مسوول د وژل کېدو خبره کره نه دی خو په اړه يې پلټڼې روانې دي.

خو بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژاوک ته وويل چې په دې اړه ورته تر اوسه بشپړ معلومات نه دي رسېدلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.