کندهار ښار (پژواک، ٥ لړم ٩٧): په کندهار ولايت کې د ولسي جرګې ټاکنې روانې دي او له تخنيکي ستونزو سره سره خلکو په کې پراخ ګډون کړی دی.
د ولسي جرګې ټاکنې تېره اوونۍ د تلې په ٢٨مه په ټول هېواد کې ترسره شوې، خو د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق د وژل کېدو له امله په دغه ولايت کې دا ټاکنې يوه اوونۍ ځنډېدلې وې او نن ترسره کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان له مخې، نن په کندهار کې د سهار له اوو بجو د مازديګر تر څلورو بجو پورې خلک د رايو په مرکزونو کې خپلې رايې کارولى شي.
نن سهار له اوو بجو مخکې زرګونه خلک د رايو مرکزونو ته راغلي وو او د ځينو تخنيکي ستونزو له امله په يو شمېر مرکزونو کې د رايې اچولو پروسه په ځنډ سره پيل شوه.
د کندهار او ولسواليو په ځينو مرکزونو کې د سهار اته بجې، نهو بجې او ان تر دوولس بجې رايه اچونه پيل شوه.
د ښار د يوولسمې ناحيې د سيد جمال الدين افغان د رايو مرکز کې سهار وخته زرګونه خلک راټول شوي وو، خو ټاکنې په کې ٩ بجې پيل شوې.
د ميوند په نوم يوه رايه ورکوونکي پژواک اژانس ته وويل چې په دغه مرکز کې په لېستونو کې د خلکو د نومونو پيدا کولو او د بايوميټرک د ماشين ستونزه وه.
دغه راز د عينو مېنې د صفيه عمه جان د رايو په مرکز کې د غرمې په دوولسو بجو رايه اچونه پيل شوه، هلته ناظرينو ويل چې ټاکنيز مواد ناوخته ورسول شول.
د نسيمې په نوم د يادې سيمې يوې اوسېدونکې پژواک ته وويل چې د سهار په اوو بجو راغلې او پنځه ساعته يې انتظار کړی دی.
دغه راز د کندهار ښار د ملالۍ لېسې په يوه مرکز کې درې محلونه وو، خو په يوه کې يې مېرمنو رايه ورکوله او په دوو نورو کې نه اچول کېده.
يوې راىې ورکوونکې مېرمنې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په د درېيو محلونو لپاره د بايوميټرک يو ماشين دى، نو يو محل کې پروسه روانه ده او دوه نور بند دي.
په دغه محل کې د ټاکنو يوې کارکوونکې فريدې هم پژواک ته ومنله چې ماشين يوه دی او محلونه درې دي؛ ځکه په دوو محلونو کې پروسه درېدلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن