ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنیزو جرمونو په تړاو ۸۰ تنه نیول شوي دي

د ټاکنیزو جرمونو په تړاو ۸۰ تنه نیول شوي دي

author avatar
28 Oct 2018 - 19:47
د ټاکنیزو جرمونو په تړاو ۸۰ تنه نیول شوي دي
author avatar
28 Oct 2018 - 19:47

کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٧): د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د ټاکنیزو جرمونو په تړاو تر اوسه ۸۰ کسان نیولي دي چې ټاکنیز جرمونه او سرغړونې له یوې میاشتې څخه تر پنځو کلونو بند او له زرو څخه تر سل زرو افغانیو د نغدي جریمې جزا لري.

د کارپوهانو په باور، په سرغړوونکو او متقلبینو د قانون پلي کول په راتلونکي کې د غوره ټاکنو سبب کېږي، خو که قانون عملي نه شي، سربېره پر دې چې راتلونکې ټاکنې به له سرغړونو او درغلیو ډکې وي، د ټاکنو اعتبار زیانمنېږي او خلک به په راتلونکي کې هم د تقلب جرئت وکړي.

د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې په ۲۸مه او ۲۹ مه، خو په کندهار ولایت کې بیا تېره ورځ ترسره شوې او ټاکل شوې چې په غزني ولایت کې وروسته ترسره شي.

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ټاکنو په اړه له درغلیو او سرغړونو ډېر شکایتونه شوي وو. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چې د ټاکنو د بهیر په اړه یې زرګونه شکایات تر لاسه کړي او تر ارزونې لاندې دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال نصرت رحیمي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر اوسه یې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د لاسوهنې، درغلۍ او سرغړونو په تړاو د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو، پولیسو، رایه ورکوونکو او څارونکو په ګډون اتیا تنه نیولي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د نیول شوو کسانو له ډلې ۴۴ تنه د کابل او پاتې نور یې د ولایتونو اوسېدونکي دي.

هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل او ویې ویل، نیول شوي کسان څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د ده په خبره، نیونې اوس هم دوام لري او تر راتلونکو څو ورځو به هغه کسان هم ونیول شي چې په اړه یې شکایتونه او اسناد موجود دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو جرمونو او سرغړونو لپاره جزا او انظباطي تدابیر هم په پام کې نیول شوي دي.

ټاکنیز جرمونه

ټاکنیز جرمونه د هېواد د ټاکنو په قانون کې ځانګړي شوي او د شپږم فصل له ۴۲۲مې مادې څخه تر ۴۳۵مې مادې پورې ورته جزا ټاکل شوې ده.

د جزا د کود په اساس، د ټاکنو په بهیر کې د نفوذ پیدا کولو لپاره د رشوت ورکولو او اخیستلو، ډارولو، ګواښولو، بې احترامۍ، په رایې ورکوونکو، څارونکو، رسنیو او د ټاکنو کمېسیون په کارکوونکو  د فشار راوړلو لپاره پنځه کاله او له قانوني اجازې پرته د ټاکنیزو اسنادو د انتقال، له غیر قانوني سرچینو څخه د مالي مرستو د ترلاسه کولو، په افغانستان کې د بهرنیو ډېپلوماتانو، دولت او یا بهرنیانو څخه د مالي مرستې د ترلاسه کولو لپاره تر پنځه کاله بند جزا په پام کې نیول شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.