ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل موسهي ولسوالۍ په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي

د کابل موسهي ولسوالۍ په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي

author avatar
28 Oct 2018 - 21:46
د کابل موسهي ولسوالۍ په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي
author avatar
28 Oct 2018 - 21:46

کابل (پژواک، ٦ لړم ۹۷): ويډيوګانې او د ځینو سرچينو شکایتونه دا جوتوي چې د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د رایه ورکوونکو چمتو شوي نوملړ له مخې، د کابل په موسهي ولسوالۍ کې ۲۵۰۷۴ کسانو نوم لیکنه کړې ده چې ۱۳۷۵۰ يې نارینه، ۱۰۰۳۳ ښځو، ۱۲۸۶ کوچيان او پنځو هندوانو نوم ليکنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تر اوسه په موسهي ولسوالي کې د رایه ورکوونکو شمېرې د دغه کمېسیون په اطلاعاتي بانک کې نه دي شاملې شوې؛ خو د کابل والي مرستیال محبوب الله محبی وايي چې د دوو ورځو ټاکنو پر مهال په دې ولسوالۍ کې نږدې ۲۳۴۸ کسانو رایه ورکړې ده.

 د ولسي جرګې ټاکنو کې یوه څارونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، په دې ولسوالۍ کې له جعلي رایو څخه د صندوقونو ډکولو ادعا وکړه او زیاته يې کړه چې اوس راپور ورکول کېږي چې دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۴ زرو کسانو رایه ورکړې ده.

د پژواک خبري اژانس لاس ته ورغلې ويډيو ښيي چې د ولسوالۍ او د موسهي امنیه قوماندانۍ په انګړ کې د ځانګړو نوماندانو په ګټه صندوقونه ډکېږي.

همداراز په ويډیو کې ښودل کېږي چې د (منفي ۲- ۱۴۶۱ شخصي- کابل) نمبرپلېټ لرونکې سراچه موټر د ولسوالۍ په انګړ کې ولاړ دی او له رای پاڼو ډک څو صندوقونه په کې ايښودل شوي دي.

له کابل څخه د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند د محمداصف شاه جهان څارونکي انجینر احمدشاه احمدزي وويل چې په موټر کې دننه صندوقونه له جعلي رايو ډک شوي وو چې د ځينو څارونکو له لوري کشف او امنيتي څواکونو ته وسپارل شول.

په موسهي کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه څارونکي هم دا خبرې تاييد کړې.

په ويډيو کې يو شمېر کسان چې ځانونه د ټاکنو څارونکي معرفي کوي، وايي چې د ولسوالۍ په انګړ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د ځانګړو کانديدانو په ګټه درغلۍ شوې دي.

هغوی د چا له نوم اخیستو پرته ادعا وکړه چې امنيتي ځواکونو، د دې ولسوالۍ د رايې ورکولو له ځینو مرکزونو څارونکي بهر کړي او صندوقونه يې د ځانګړو نوماندانو په ګټه ډک کړي دي.

همداراز په ويډيو کې ليدل کېږي، یو تن چې ويل کېږي د دې ولسوالۍ د رایه ورکولو د یو مرکز مسوول دی وايي چې د درغلۍ مخنیوي توان نه لري.

هغه له خلکو د مرستې غوښتنه وکړه کوم صندوقونه چې د رايو له مرکزونو د ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي دي، د ټاکنو کمېسیون مرکزي دفتر ته دې ولېږدوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.