کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٧): د مالیې وزارت د روان کال تر پایه د ۹۵ سلنه مالیاتي جرمونو د مودې د غځېدو خبر ورکوي او وايي چې که مالیه ورکوونکي په دې موده کې خپل مالیاتي جرمونه پاک نه کړي جوازونه یې لغوه، بانکي حسابونه یې بندېږي او ممنوع الخروج اعلانېږي.
د افغانستان د ماليې وزارت د ۱۳۹۶ کال په سلواغې میاشتې کې اعلان کړی و چې د ۱۳۹۷ کال د ملي بودیجې په نوې اصول پاڼه کې د مالیاتي جرمونو معافیت تصویب شوی دی.
د اصول پاڼې له مخې، هغه مالیه ورکوونکي چې له ۱۳۸۱ کال څخه تر ۱۳۹۶ کاله د مالیې د نه ورکولو له امله جریمه شوي او خپلې جریمې یې نه دي تصفيه کړې، که له اصلي مالیې سره یو ځای ۵ سلنه جرمي مالیه ورکړي له پاتې ۹۵سلنه جرمي مالیې څخه معاف کېږي.
مالیې وزارت هغه مهال ویلي و چې په دغه معافیت کې د حکمي او حقیقي کسانو مالیاتي جرمونه شامل دي او یاده اصول پاڼه تر څلورو میاشتو د تطبیق وړه ده او هېڅکله به ونه غځول شي.
خو د ماليې وزارت د ګمرکونو د عایداتو مرستیال عبدالله رقیبي نن په کابل کې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې او سوداګرۍ او صنایعو خونې سره په ګډه خبری ناسته کې اعلان وکړ چې یاده موده د روان کال تر پایه تمدید شوه، ځکه اوس هم د هغو مراجعینو شمېر زیات دی چې غواړي خپل مالیاتي حسابونه تصفيه کړي.
هغه زیاته کړه چې دغه تصمیم د خصوصي سکټور د ملاتړ او هڅونې لپاره نیول شوی دی.
د مالیې وزارت د عایداتو عمومي رییس عبدالحبیب ځدراڼ په دې ناسته کې وویل، د مالیاتي جرمونو د معافیت له اعلان وروسته تر اوسه له ۸۳۰۰ ډېر ستر، کوچني او متوسط شرکتونه مالیې وزارت ته راغلي، مالیاتي جریمې يې تصفيې کړې او جوازونه یې تمدید کړي دي.
د هغه په خبره، له دې شرکتو څخه د ۵ سلنه جریمې د اخیستو له لارې ۸ ميلیاره افغانۍ ترلاسه شوې دي، خو معاف شوې جریمې یې ۲۰ ميلیارده افغانۍ کېږي.
نوموړي زیاته کړه، ماليې وزارت اټکل کړی و چې په درېیو کټګوریو کې ۲۰زره شرکتونه موجود دي او له هغه څخه به له ۱۲ زرو څخه تر ۱۵ زرو د خپلو مالیاتي جرمونو د پاکولو لپاره مالیې وزارت ته مراجعه وکړي.
نوموړي له هغو شرکتونو او کسانو وغوښتل چې په دې موده کې یې د خپلو مالیاتي جرمونو د تصفيې لپاره مراجعه نه ده کړې چې راشي او له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي او خپل حسابونه پاک کړي.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې وویل: ((که په دې موده کې خپل مالیات پاک نه کړي، د فعالیت جواز به یې لغوه، بانکي حسابونه یې بند، دوی ممنوع الخروج اعلانوو او ځمکې یې پلورو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن