ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زېبا: له ځینو ستونزو او تخطیو ور هاخوا په کندهار کې ښې ټاکنې وشوې

زېبا: له ځینو ستونزو او تخطیو ور هاخوا په کندهار کې ښې ټاکنې وشوې

author avatar
28 Oct 2018 - 14:25
زېبا: له ځینو ستونزو او تخطیو ور هاخوا په کندهار کې ښې ټاکنې وشوې
author avatar
28 Oct 2018 - 14:25

کندهار (پژواک، ۶ لړم ۹۷): د زېبا په نوم د ټاکنو یوه څارونکې وايي، که څه هم د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم د ولسي جرګې ټاکنې له ستونزو او سرغړونو سره ملې وې، خو په ټوله کې د ټاکنو بهیر ښه و.

د دې په خبره، دغه ځل د بایومټریک سیستم له امله په ټاکنو کې د درغلیو موارد کم دي.

نوموړې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کېدو یوه اوونۍ وروسته په کندهار کې هم له ستونزو او تخطیو سره سره ټاکنې وشوې.

هغې زیاته کړه، په کندهار کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون د پام وړ و او سهار له ٧ بجو مخکې راوتلي وو او د ټاکنیزو مرکزونو مخې ته په اوږدو کتارونو کې ولاړ وو.

خو د دې په وينا، د رایې ورکولو بهیر په ډېرو ځایونو کې یو او په ځینو ځایونو کې دوه ساعته وروسته پيل شو.

دا وايي، وروسته دغه وخت تمدید شو، په ځینو مرکزونو کې خلکو د مازدیګر تر پنځو بجو او په ځینو کې بیا تر شپږو بجو پورې خپلې رایې وکارولې او له شپږو بجو وروسته د رایې شمېرنې بهیر پيل شو چې د شپې تر ۱۰ او ۱۱ بجو یې دوام وکړ.

دې دا هم وویل چې د کندهار ښار او ولسواليو په ځينو مرکزونو کې بیا سهار نهه بجې او ان تر دوولسو بجو رايه اچونه پيل شوه.

نوموړې د بېلګې په توګه د کندهار ښار د يوولسمې ناحيې  د سيد جمال الدين افغان د رايې ورکونې مرکز یاد کړ چې سهار وختي یې مخې ته سلګونه خلک راټول شوي وو، خو ټاکنې په کې ٩ بجې پيل شوې.

د دې تر څنګ هغې یادونه وکړه چې په لېستونو کې په ځنډ د رایه ورکوونکو د نومونو پیدا کول او د بایومټریک له الو سره د کارکوونکو نه بلدتیا هم یوه ستونزه وه چې له امله یې دغه بهیر ناوخته پیل شو.

دغه راز نوموړې د بایومټریک الو د کمښت یادونه هم وکړه.

دې وویل، د کندهار ښار د درېیمې ناحیې په درېیو ښځینه محلونو کې چې دې په کې د ناظرې دنده لرله، د بایومټریک یوه اله موجوده وه.

هغې زیاته کړه، له همدې امله یواځې د دغه ټاکنیز مرکز په یوولسم محل کې رایې ورکول کېدې او نور دوه محلونه بند پاتې وو.

دې یادونه وکړه چې دغه ستونزه په څو نورو مرکزونو کې لیدل شوې ده.

هغې پر ځینو څارونکو نیوکه وکړه چې په ځينو مرکزونو کې یې ښځينه رايې ورکوونکې تېر ایستلې او ځانګړو کانديدانو ته یې د رايې ورکولو لپاره هڅولې.

دغه راز نوموړې په میوند ولسوالۍ کې د رایې ورکونې د ځنډني بهیر یادونه هم وکړه چې د رایو ورکوونکو د شکایت له مخې په نیم ساعت کې هم د یوه رایې ورکوونکي کار نه خلاصېده او ډېر وخت یې اخیست.

د دې تر څنګ په ځينو مرکزونو کې بیا معترضو ناظرینو ته د شکایاتو فورمې نه ورکول کېدلې چې ډېرو څارونکو په دې اړه شکایتونه کړي دي.

په دې لړ کې یوه بله مهمه ستونزه چې دې یې یادونه وکړه، دا وه چې شاوخوا ۲۰۰ کسان چې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د ورځې لپاره د کارکوونکو او مامورنیو په توګه په دندو ګومارلي وو، د امنیتي او نورو ګواښونو له امله دندو ته حاضر نه شول چې دغه کار هم ستونزه جوړه کړه او په ډېرو مرکزونو کې د رایې ورکولو بهیر له همدې امله ناوخته پیل شو.

خو دا وايي، وروسته کمېسیون د هغوی پر ځای نور کسان په دندو وګومارل چې دغه چارې وخت واخیست او ځنډ یې رامنځته کړ.

دا زیاتوي، په دغو ټولو مواردو کې د ټاکنو کمېسیون پر کمزوري مدیریت هم سترګې نه شي پټېدای چې پر ژمنو سربېره په کې پاتې راغلل.

خو د دې په خبره، له دوولسو بجو وروسته پروسه یو څه عادي شوه او تخنیکي ټیمونو ستونزې حل کړې.

دې وویل، پر دې هر څه سربېره دغه ځل د بایومټریک سیستم له امله په ټاکنو کې د درغلیو موارد کم دي.

د نوموړې په وینا، تر دې مهاله د کندهار په ټاکنو کې د لویې درغلۍ کوم خبر نه دی تر لاسه شوی.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.