لښکرګاه (پژواک، ٦ لړم ٩٧): ولسمشر غني وايي چې د هلمند لپاره به د لومړۍ درجې ولایت ټولې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي او د ولسواليو د امنيت د ټينګښت لپاره به يې اړينې هلې ځلې وشي.
ولسمشر محمد اشرف غني د يو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار هلمند ولايت ته تللی دى.
ولسمشر د دغه سفر په ترڅ کې د هلمند له امنیتي او دفاعي مسوولینو سره وکتل.
غني د هلمند په قول اردو کې پر راغلو بدلونو خوښي څرګنده کړه او په قول اردوګانو کې یې د منسوبینو پر ښوونې او روزنې او ظرفیت لوړولو ټینګار وکړ.
هغه د خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د باور جوړولو تجربه چې د دغه ولایت په امنیت کې د مثبت بدلون لامل شوې، وستایله او زیاته یې کړه له دې تجربې دې په ټولو ولایتونو کې استفاده وشي.
دغه راز ولسمشر د هلمند ولايت له قومي مشرانو او خلکو سره هم وکتل.
په دې کتنه کې هغوی په ټاکنو کې له لاسوهنو د مخنیوي، د هلمند ولایت د ځوانانو د بې کارۍ کچې د راټیټېدو، د اوبو د ذخېروي بندونو جوړولو او د کارېزونو فعالولو، د دغه ولایت د نفوسو په تناسب د حجاجو د ونډې زیاتېدو، له فساد سره د مبارزې او د امنیتي او نظامي مسوولینو په استخدام کې د زورواکو د لاسوهنې د مخنیوي په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.
وروسته ولسمشر غني وويل چې په ټاکنو کې لاسوهنه د منلو نه ده او هر څوک چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه کوي، د قانون او جمهور ريیس پر وړاندې درېدلي دي.
هغه په ملکي او نظامي ګومارنو کې د زورواکو لاسوهنو ته په اشارې وویل، د ۲۱۵ میوند قول اردو د پیاوړي کېدو په حال کې ده او د استخدام په چارو کې هېڅ ډول مداخله ځای نه لري.
هغه زیاته کړه، په پولیسو کې هم اصلاحات دوام لري او پایله به یې په ټول هېواد کې د نا امنیو د کمېدو لامل شي.
نوموړي همدا راز ژمنه وکړه د دغه ولایت د نفوسو په تناسب به د هلمند ولایت د حجاجو ونډه زیاته شي او د هلمند ولایت له خلکو یې وغوښتل چې د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره دې د نوم لیکنې په پروسه کې ونډه واخلي، څو د نفوسو د دقیق شمېر د روڼتیا لپاره زمینه برابره شي.
غني ټولو وزیرانو ته لارښوونه وکړه، ولایتونو ته دې په دولتي بستونو کې د سرپرست له لېږلو ډډه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن