لښکرګاه (پژواک، ٦ لړم ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار له يو لوړپوړي دولتي پلاوي سره هلمند ولايت ته رسېدلى دى.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند کې د يو شمېر پروژو د پرانيستلو تر څنګ د دغه ولایت له ملکي او پوځي چارواکو سره هم لیدنې ولري.
ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ کې د جګړو د قربانيانو له کورنيو سره تر ليدنې وروسته شاوخوا درې بجې يوې لويې غونډې ته وينا هم وکړي.
د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شاوخوا شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن