کابل (پژواک،٦ لړم ٩٧): که په دوو مياشتو کې د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو د ځاى په اړه د افغانستان حکومت خپل دريځ روښانه نه کړي، دغه پوهنتون به بل اسلامي هېواد ته انتقال شي.
د اسلامي هېوادونو د نړيوالو همکاريو سازمان مشرانو په ٢٠١٢ زېږديز کال په خپله ١٢مه غونډه کې د مصر هېواد په پلازمېنې قاهره کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان په مرکز کابل کې دې د اسلامي پراختيايي بانک په مالي ملاتړ يو نړيوال اسلامي پوهنتون جوړ شي.بشپړ متن يې دلته ولولئ
افغان حکومت د دغه پوهنتون د جوړېدو لپاره د کابل ولايت د چهار اسياب ولسوالۍ کې ځاى مشخص کړ، خو وروسته يو کس پيدا شوى او پر دې ځمکې يې دعوه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره د وخت د ولسمشر حامد کرزي له لوري د لوړو زده کړو او کرنې وزيرانو په مشرۍ يو پلاوى هم وټاکل شو، خو ستونزه يې هواره نه کړاى شوه.
وروسته په ٢٠١٣ کال کې د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان کابينې پرېکړه وکړه چې دغه نړيوال پوهنتون دې په ننګرهار ولايت کې جوړ شي چې بيا په دغه ولايت کې ورته ځاى مشخص شو او د بنسټ ډبره يې هم د سيمه ييزو چارواکو له خوا هملته کېښودل شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن