ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۶۵ کلن حاجي عبدالله: د غوره بدلون لپاره مې رایه وکاروله

۶۵ کلن حاجي عبدالله: د غوره بدلون لپاره مې رایه وکاروله

author avatar
28 Oct 2018 - 14:46
۶۵ کلن حاجي عبدالله: د غوره بدلون لپاره مې رایه وکاروله
author avatar
28 Oct 2018 - 14:46

کندهار (پژواک، ۶ لړم ۹۷): د کندهار ښار اوسېدونکی ۶۵ کلن حاجي عبدالله چې په نیم ګوزڼ وهلي بدن د رایې ورکولو یوه مرکز ته راغلی و، وايي د غوره بدلون لپاره یې رایه وکاروله.

دغه سپين ږیري د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د ملالۍ لېسې د رایې ورکولو په مرکز کې پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم روغتیايي حالت یې ښه نه و، خو د رایې ورکولو مرکز ته ورغی او خپله رایه یې وکاروله.

دی وايي، دا یې حق و چې له خپل هېواد سره د مینې په پار د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

هغه زیاته کړه، د رایې ورکولو بهیر کابو یو نیم ساعت وخت ونیو او له هېڅ کومې ستونزې سره مخ شوی نه دی.

د ده په خبره، که خلک په سمه توګه رايې وکاروي، نو پارلمان ته به دا ځل غوره کسان چې خلکو ته خدمت وکړي، لاړ شي.

نوموړي وویل: ((په ټاکنو کې مې د دې لپاره ګډون وکړ او خپله رایه مې وکاروله چې بدلون راشي، موږ له جنګه ستړې یو، ۴۰ کاله کېږي چې په یوه پردي جنګ کې وژل کېږو، نور دا حالت بدلول غواړو.))

د ده په باور، ولسي جرګه د نظام زړه بلل کېږي او کله چې زړه ښه وي، نو د ټول هېواد چارې به ښې روانې وي.

نوموړي اوسنۍ ټاکنې له تېرو سره پرتله کړې او دا یې تر پخوانیو هغو ښې وبللې.

هغه وویل، په تېرو ټاکنو کې درغلۍ کېدې، خو دا ځل د بایومټریک الو له راوړل کېدو سره درغلۍ کمې وې او خلک په دې هیله دي چې د دوی له خوا ټاکل شوي رښتیني استازي به ولسي جرګې ته ځي.

د نوموړي په وینا، له همدې امله د خلکو ګډون هم زیات و، سره له دې چې کندهار کې یوه اونۍ مخکې بده پېښه شوې وه او د خلکو پر ذهنونو وېره حاکمه وه.

ده یادونه وکړه چې که په ځينو ځایونو کې درغلي شوې هم وي، کمېسیون ته په کار دي چې دغسې موارد په دقیقه توګه تشخیص کړي او پاکې رایې له ناپاکو رایې بېلې کړي، ځکه دا د خلکو د انتخاب په حق کې ظلم دی.

دی وايي، له دې ور هاخوا په دغو ټاکنو کې یوه ستونزه دا وه چې له ستونزو او تخطیو سره ملې وې.

د هغه په خبره، د رایې ورکولو بهیر په ډېرو ځایونو کې یو او په ځینو ځایونو کې دوه ساعته وروسته پيل شو.

دی وايي، د ځينو مرکزونو په لېستونو کې د خلکو د نومونو پيدا کولو او د بايوميټرک د الو ستونزه وه.

دغه راز ده یادونه وکړه چې ډېری مامورین د بایومټریک الو له کارولو سره بلد نه وو، په داسې حال کې کمېسیون ویل چې په نورو ولایتونو کې ورته ستونزې ته په پام دلته مامورینو ته دوه ځله د بایومټریک روزنه ورکړل شوه.

خو پر دې هر څه سربېره په ټوله کې ده ټاکنې ښې وبللې او ویې ویل چې پایلو ته یې خوشبین دی.

ده له حکومته وغوښتل چې د شته ستونزو تجربو ته په پام دې په راتلونکو ټاکنو کې د دغسې موارودو د نه تکرار لپاره ډېر کار وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.