ایبک(پژواک، ٧ عقرب٩٧): د سمنګان ولایت د فېروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو د انګور حاصلات د تېر کال په پرتله لس سلنه زیات شوي خو بیې یې بیا ۳۷ سلنه راکمې شوې دي.
د سمنګان ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو ریاست د اداري چارو مرستیال محمد عثمان حنفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په ځينو نورو برخو کې هم د انګورو باغونه موجود دي، خو د انګورو زیات باغونه په فېروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو پورې تړاو لري.
د هغه په خبره، د دغه ریاست سروې ښيي چې یادې دوې ولسوالۍ د انګورو ۱۴۰۰ هکتاره باغونه لري.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال په دې ولسوالیو کې د انګورو حاصلات شاوخوا ۱۵۰۰۰ ټنه و، خو سږ کال ۱۶۵۰۰ ټنو ته رسېدلي دي.
خو ده وویل چې د حضرت سلطان او فېروزنخچیر ولسوالیو بڼوالو تېر کال یوه کیلو انګور په شاوخوا ۳۷ افغانیو پلورل خو سږ کال یې په ۲۳ افغانیو پلوري.
نوموړی د پاکستان له خوا د افغانستان پر مېوو د ګمرکي محصول زیاتول د انګورو د بیو کمېدو عمده لامل بولي.
د انګورو سوداګر محمد شریف وویل چې سږ کال سې له ۵۰۰ ټنو ډېر د سمنګان انګور داخلي بازارونو او پاکستان ته صادر کړي دي.
ده وویل چې پاکستان تېر کال پر یو کرېټ انګورو سل کلدراې خو سږ کال ۳۰۰ کلدارې ګمرکي محصول اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن