حکیم شجاعي ټپي او مرستیال یې وژل شوی
حکیم شجاعي ټپي او مرستیال یې وژل شوی
ترينکوټ (پژواک، ٧ لړم ٩٧): امنيتي سرچينې وايي چې په اروزګان ولايت کې د يوې نښتې پر مهال د سيمه ييزو پوليسو پخوانى قوماندان حکيم شجاعي ټپي او مرستيال يې له ٢٠ نورو کسانو سره وژل شوى دى.
ځايي امنيتي سرچينې وايي چې دا پېښه پرون د دغه ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ په حسيني کلي کې رامنځته شوې ده.
د خاص اروزګان ولسوالۍ يوه قومي مشر چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د لړم په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته د يوې ښځې پر سر رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې د ولسوالۍ له کُندلان کلي څخه يوه ښځه د حسيني کلي ته تښتېدلې وه، کله چې د کندلان کلي مشران حسيني کلي ته ورځي؛ نو هغوى پرې بريد کوي.
دغه اوسېدونکى وايي چې هلته د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته کېږي چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړي.
د اروزګان والي اسدالله سعيد هم په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ياده نښته او له امله يې اوښتې مرګ ژوبله تاييدوي، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
هغه پژواک ته وويل چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې سم کار نه کوي؛ ځکه دوى ترا وسه بشپړ معلومات نه دي ترلاسه کړي.
خو د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په خاص اروزګان ولسوالۍ کې بريد کړى چې د نښتې پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ کسان وژل شوي دي.
يادې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، زياته کړه چې په وژل شوو کسانو کې د يادې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان حکيم شجاعي مرستيال هم شامل دى او په خپله شجاعي ټپي شوى دى.
دغې امنيتي سرچينې له حکومته وغوښتل چې خاص اروزګان ولسوالۍ ته بېړنۍ مرسته ولېږي، ځکه چې دده په وينا، دا سيمه به سقوط وکړي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په يوه لېږل شوې پيغام کې ويلي چې د قوماندان شجاعي وسله والو پر دوى بريدونه کړي وو چې په ځوابي بريد کې يې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زياته کړې چې په دې نښته کې د شجاعي اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان يې ژوندي نيول شوي دي.
قوماندان شجاعي پنځه کاله مخکې په ياده ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر وژلو، ځورولو او ربړولو تورن شوى و، بيا د کورنيو چارو وزارت د هغه د نيولو امر هم کړى و، خو په کابل کې د ځينو سياسي مشرانو له خوا د هغه ملاتړ له امله دغه کار ونه شو.
ورته راپورونه:

- 601 reads
نظر ورکړئ