کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٧): د لس ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان د اوبو د ښه مديريت او کرنې برخې د پياوړتيا په موخه د جاپان هېواد او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ترمنځ تړون لاسليک شو.
دغه تړون نن (د لړم اوومه) په کابل کې د جاپان د سفير متسوجي سوزوکا او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې استازي راجندرا اريال او د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست محمد ګل خلمي ترمنځ لاسليک شو.
د دغه تړون له مخې په درېيو ولايتونو کابل، باميان او کاپيسا کې ١٦زره کروندګرو کورنيو ته د اووه زره هکتاره ځمکې د خړبولو اسانتياوې برابرېږي.
د همدغه تړون پر بنسټ په يادو ولايتونو کې ١٩٠ کيلومتره د اوبو کانال هم جوړېږي چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته په کابل کې د جاپان سفير وويل که د افغانستان د اوبو سرچينې اداره شي او په ښه توګه وکارول شي نو ډېر کرنيز محصولات به ترلاسه شي.
هغه زياته کړه: ((د افغانستان جغرافيايي او اقليمې ځانګړتياوو په مختلفو فصلونو کې د کښت لپاره ښه فرصتونه وړاندې کوي.))
د سوزوکا په اند د کرنې سکټور د پراختيا او ثبات پرته به د افغانستان پرمختګ ستونزمن وي.
دغه راز د خوړو او کرنې ادارې استازي راجندرا اريال وويل چې په افغانستان کې د پرله پسې جګړو له امله د اوبو سيستمونه تر ډيره وروسته پاتې دي.
هغه وايي: ((که دغه سيستمونه جوړ نه شي، بزګران به د خپلو ځمکو لپاره کافي اوبه ونه لري.))
د اريال د معلوماتو له مخې، سږ کال افغانستان له وچکالۍ سره مخ دى چې د خوړو سخت کمښت به هم رامنځته شي.
خو ده وويل چې د افغانستان د اوبو ښه مديريت کولاى شي دغه ستونزې تر ډيره بريده حل کړي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم جاپان هېواد له افغانستان سره د کرنې او اوبو برخو تر څنګ په نورو برخو کې هم د پام وړ مرستې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن