کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٧): د ميدان وردګو ولايت د جلرېز ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال او نظامي مسوول وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند حکمت الله وايي چې تېره شپه د جلرېز ولسوالۍ لپاره د سله والو طالبانو نومول شوی ولسوال قاري نعمت الله او د دې ولسوالۍ نظامي مسوول سيف الله د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې د دوى جسدونه د سرې میاشتې د امبولانس په وسیله د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وينا، دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د دغه ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي کمېسیون مشر ولي الله مشهور په ابوبکر له يوه بل وسله وال کس سره وژل شوي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن