ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار يو شمېر ځوانانو د ولسي اجماع په نوم د حق غوښتنې حرکت پيل کړی

د ننګرهار يو شمېر ځوانانو د ولسي اجماع په نوم د حق غوښتنې حرکت پيل کړی

author avatar
29 Oct 2018 - 17:36
د ننګرهار يو شمېر ځوانانو د ولسي اجماع په نوم د حق غوښتنې حرکت پيل کړی
author avatar
29 Oct 2018 - 17:36

جلال اباد (پژواک، ۷ لړم ۹۷): د ننګرهار ولايت يو شمېر ځوانانو د ولسي اجماع په نوم د حق غوښتنې يو حرکت پيل کړی او وايي د دغه ولسي حرکت له لارې به د خپل ولايت شته ستونزو ته حل لارې لټوي.

دوی له تېرو څو ورځو راهيسې مشورتي ناستې پيل کړې او د بېلابېلو ټولنو غړي هڅوي چې له دغه حرکت سره يو ځای شي او د ننګرهار ستونزې د مرکزي حکومت تر چارواکو ورسوي.

د دغه ولسي حرکت يو مخکښ برهان سيرت د لړم په ۷مه له پژواک اژانس سره د يوې مرکې پر مهال وويل، ځکه يې دغه حرکت پيل کړ چې د ملي وحدت حکومت له پيله تر اوسه دغه ولايت ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

دی وايي، په ملي شورا کې د دغه ولايت استازو هم د ننګرهاريانو ستونزو د حل لپاره هېڅ ګام نه دی پورته کړی؛ نو ځکه خو مجبور شول چې داسې يو حرکت رامنځته کړي.

د نوموړي په وينا، د پوهنې، روغتيا، برېښنا، امنيت، رغونې او يو شمېر نورو برخو کې د دغه ولايت ستونزې ډېرې دي؛ خو هېڅ پاملرنه ورته نه کېږي.

هغه زياته کړه: ((د اسلامي پوهنتون د بنسټ ډبره همدلته کېښودل شوه، اوس يې حکومت کابل کې جوړوي، مياشت نه ډير وشو برېښنا مو نشته، پوهنيز ډګر مو په بد حال دی، د روغتيا په برخه کې د زر بستريز روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره دوه ځل کېښودل شوه؛ خو تر اوسه ورته پيسې هم لا نه دي ځانګړې شوي.))

برهان سيرت وايي چې تر اوسه يې له ګڼ شمېر ځوانانو او د ځوانانو له ټولنو سره مشورتي ناستې شوي او نږدې راتلونکي کې به يو بشپړ مدني حرکت د (ننګرهار ولسي اجعاع) په نوم په فعاليت پيل وکړي.

دی يادونه کوي چې د ننګرهار موجوده ستونزې يې دلته له ځايي چارواکو سره هم شريکې کړې او راتلونکي کې به يې د اجماع له رامنځته کېدو سره په مرکز کې تر ولسمشر او اجرائيه رييس پورې هم ورسوي.

د دغه حرکت له رامنځته کېدو سره ګڼ ځوانان له ياد حرکت سره ملګري شوي او ټينګار کوي چې د همدې ولسي حرکت پر مټ به خپلو ستونزو ته د حل لارې پيدا کوي.

د دوی له ډلې حامد محمودي وايي، دغه ولايت ډېرې ستونزې لري او د ستونزو د حل لپاره ډېر کار او حق غوښتنې ته اړتيا ده چې دوی دغه لړۍ پيل کړه.

هغه وويل، حرکت يې ولسي دی او هر څوک کولی شي، له کومې سياسي موخې پرته په کې برخه واخلي او د ننګرهار د خلک حقوق وغواړي.

بلخوا د نظر خاوندان دا ډول ولسي حرکتونه د ستونزو د حل لپاره ګټور ګڼي او وايي، هغه وخت دا حرکتونه رامنځته کېږي چې ولس بيداره شوی وي او د خپلو ستونزو حل غواړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.