د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د انارو حاصلات ۱۵۰ زره ټنو ته رسېدلي

د کندهار د انارو حاصلات ۱۵۰ زره ټنو ته رسېدلي

Oct 29, 2018 - 18:34

کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٧): د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکوي چې د دغه ولایت انار د تېر کال په پرتله د کمیت له پلوه ډېر او د کیفیت له پلوه ښه شوي دي.

د کرنې وزارت په هغه خبر پاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د رییس سید حفیظ الله سیدي له قوله په کې راغلي چې سږ کال د انارو له باغونو ۱۵۰ زره ټنه انار راټول شوي دي.

د نوموړي په خبره، دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د کندهار ولایت د انارو حاصلات ۱۲۵ زره ټنه و او سږ کال د دغه ولایت د انارو حاصلات ۲۵ زره ټنه ډېر شوي دي.

د هغه په خبره، تر اوسه ۲۶ زره او ۵۶۴ ټنه د کندهار انار له هېواده بهر صادر شوي دي.

سیدي وویل، پاکستان، هند او متحده عربي امارات د کندهار ولایت د انارو پېروېدونکي دي.  له ټولو ۲۶ زره او ۵۶۴ ټنه صادراتو څخه له ۵۰ ټنو ډېر دوبۍ، ۳۰ ټنه هندوستان او پاتې نور پاکستان ته صادر شوي دي.

د کندهار ولایت د کرنې رییس ویلي چې تېر کال د کرنې وزارت او دکندهار خلکو د هڅو په پایله کې د دغه ولایت له ۸ زره هکتاره په ډېره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي دي. د کندهار ولایت تر ټولو ډېر انار په ارغستان او ارغنداب ولسوالۍ کې تولیدېږي.

د کندهار ولایت د کرنې د رییس په خبره، د کندهار په بازارونو کې یو من انار تر ۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي. په دغه ولایت کې همدا اوس له ۱۰ زرو ډېر باغداران د انارو د باغونو په روزنه لګیا دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کندهار ولایت کې د انارو د باغونو د ترویج او زیاتېدو په موخه د روان کال په جریان کې پر دوه زره او ۵۰۰ سوه جريبه ځمکه د انارو باغونه جوړ کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د بڼوالو روزل، د نباتي ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو د باغونو د حاصلاتو د پلور لپاره د مناسب بستر رامنځته کول هغه کارونه دي چې سږ کال په دغه ولایت کې د کرنې وزارت له خوا ترسره شوي دي.

په کندهار ولایت کې بېلا بېلې مېوې موجودې دي خو د دغه ولایت انار نړیوال شهرت لري. د کرنې وزارت او خلکو هڅې د دې لامل شوې چې کندهار ولایت په دې برخه کې مناسب پرمختګ وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement