ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عدالت ګوند : پاکې راى دې له ناپاکو جلا کړى شي

عدالت ګوند : پاکې راى دې له ناپاکو جلا کړى شي

author avatar
29 Oct 2018 - 09:05
عدالت ګوند : پاکې راى دې له ناپاکو جلا کړى شي
author avatar
29 Oct 2018 - 09:05

کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٧) : د عدالت ګوند د ټاکنو له خپلواک کميسيون وغوښتل، چې پاکې راى له ناپاکو جلا کړي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې څوک ددرغليو له لارې بريالي اعلان شي.

عدالت ګوند نن د ولسي جرګې ټاکنو په اړه رسنیز کنفرانس دایر کړ او له رسنیو سره یې د لاندې پریکړه په شریکولو خپل دریځ اعلان کړ

دوى له ټولو هېوادوالو څخه مننه وکړه چې چې پر ټولو امنیتي ګواښونو سربېره یې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ دغه راز له امنيتي ځواکونو يې هم مننه وکړه، چې د ټاکنو امنيت يې خوندي کړى و.

د عدالت ګوند يو تن غړي حمد الله همدرد د ګوند له يو شمېر نورو مشرانو سره په يوه خبري کنفرانس کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د يو شمېر ستونزو په اړه شکايتونه وکړل.

هغه وويل، چې په ټاکنیزو محلونو کې د رای اچوونکو د لیستونو نه شتون ـ د ټاکنو په خپل وخت نه پیل کیدل ـ په ټاکنو کې د بایومیټریک د ماشینونو ناکامیدل او یا کار نکول ، د ټاکنو له بهیر څخه د نظارت پخاطر د نوماندانو ناظرینو ته اجازه نه ورکول ،  د شپې لخوا ناوخته د رایو شمیرنه او د ناظرینو شړل ، د شپې لخوا زورواکو ته زمینه برابرول تر څو په غیر قانوني ډول د ځان په ګټه صندوقونه ډک کړي .

همدرد زياته کړه، چې په ځینيو ټاکنیزو محلونو کې مخکې له ټاکنو څخه د صندوقونو ډکیدل او خلک رایې اچوونې ته نه پریښودل ، د شکایتونو د ثبت لپاره د شکایتونو د فورمو نه ویشل او په ټاکنیزو محلونو کې یې نه شتون ، د ټاکنو غځول دوهمې ورځې ته چې له قانون سره په ټکر کې و.

د نوموړي په وينا د کمیسیون د ځینو کارکوونکو لخوا د مشخصو نوماندانو په ګټه د ټاکنو په بهیر کې کمپاین کول، د بیسواده ښځینه او نارینه و له احتیاج څخه ناوړه ګټه اخیستل او د هغوی رایې د مشخصو نوماندانو په ګټه کارول .

هغه وايي، نوموړي زياته کړه، لکه څنګه چې عدالت ګوند تل د ملي ګټو او ارزښتونو د ساتلو په موخه مبارزه کړې او همدا یې له مهمو موخو څخه دي، نو د ټاکنو پر کمیسیون غږ کوي، تر څو د ولسي جرګې ټاکنو ته د مشروعیت بښلو په موخه پاکې رایې له ناپاکو رایو څخه جلا کړي.

دغه ګوند ويلي، که چیرې کمیسیون ونه توانیږي چې د ولس له ارادې او پاکو رایو څخه دفاع وکړي، ټاکنو ته مشروعیت ور وبښي، نو په هیواد کې د هر ډول رامنځته کیدونکي بحران اصلي مسوول به د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د افغانستان ملي وحدت حکومت او د ټاکنیزو شکایاتو خپلواک کمیسیون و اوسي.

دوى وايي، عدالت ګوند به هیڅکله هغه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته اجازه ورنکړي تر څو هغه څوک بریالي اعلان کړي چې د درغلیو له لارې مخته تللي اوسي.

دغه ګوند زياته کړې، ددې لپاره چې ولس په راتلونکو ولسي جرګې ټاکنو کې هم پراخ ګډون وکړي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د پاکو او ناپاکو رایو په جلا کولو سره د ولس بایلل شوی اعتماد او باور بیرته تر لاسه کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.