ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: اجازه نه ورکوو چې د ولسمشری ټاکنې وځنډول شي

حکمتیار: اجازه نه ورکوو چې د ولسمشری ټاکنې وځنډول شي

author avatar
30 Oct 2018 - 12:35
حکمتیار: اجازه نه ورکوو چې د ولسمشری ټاکنې وځنډول شي
author avatar
30 Oct 2018 - 12:35

کابل (پژواک، ٨ عقرب ٩٧): د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې ولسمشریزو ټاکنو ته پوره تیاری لري او اجازه نه ورکوي چې د ولسمشری ټاکنې وځنډول شي.

د جزب اسلامي په هغې خبرپاڼه کې چې نن پژواک ته را رسېدلې راغلي چې حکمتیار دغه موضوع د کندوز ولایت له جهادي شخصیتونو، قومي مخورو او ځوانانو سره د لیدنې پر مهال یاده کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، د جزب اسلامي مشر په دې لیدنه کې وویل: ((د ولسي جرګې ټاکنې زموږ لپاره لومړنۍ تجربه وه. لومړی ځل دی چې موږ په ټاکنیز بهیر کې برخه اخلو، په داسې حال کې چې ټول دولتي ځواکونه د جزب اسلامي د سیال او حریف په چوپړ کې و خو موږ په همدې شرایطو کې د ټاکنو بهیر ته د ننه شوو.))

نوموړي وویل، که ټاکنې رڼې وای، درغلي نه ترسره کېدلای او د خلکو رایو ته احترام کېدلای باور لري چې مطلق اکثریت رایې به جزب اسلامي ترلاسه کولې.

حکمتیار زیاته کړې چې ټاکنې له ټولو نیمګړتیاوو سربېره د مبارزې یو فرصت و او حزب اسلامي په دې مبارزه کې فعال او ډېر حضور درلود.

د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه چې د جزب اسلامي اړوند سیمې په قصدي توګه په ټاکنو کې ناامنه شوې او د یادو سیمو ناامنه کول ډېر اسانه او ساده کار دی. دوی غوښتل چې د هاوان د څو مرمیو په فیر کولو دغه سیمې ناامنه کړي او دا کار هم د دولت له داخل او هم د وسله والو طالبانو له ادرسه ترسره شوی دی.

د حکمتیار په خبره، د ولسي جرګې ټاکنې یوه مسخره او شرموونکې لوبه وه. یوازې په کندوز کې نه بلکې په ټولو سیمو کې درغلي شوې ده، حکومت او د ټاکنو کمېسیون په قصدي ډول دې درغلیو ته زمینه برابره کړه چې زیاتره کسان په ټاکنو کې له برخه اخیستو بې برخې شي.

دغه راز د حزب اسلامي مشر یادونه وکړه چې: ((موږ شاوخوا ۳۷ سیاسي ګوندونه له ځان سره لرو او دا ټول ګوندونه له درغلیو ډکې ټاکنې نه مني. موږ هیله من یو چې په راتلونکي کې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون او د ټاکنو په سیسټم کې اصلاحات رامنځته شي تر څو د دا ډول تېروتنو مخه ونیول شي.))

ګلبدین حکمتیار وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره پوره تیاری لري او اجازه نه ورکوي چې د ولسمشری ټاکنې وځنډول شي.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشری ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال په پسرلي کې ترسره شي.

د ده په خبره، تر اوسه د ځانګړي نوماند په اړه هوکړه نه ده شوې خو دوی غواړي چې ټول سیاسي ګوندونه یو نوماند ولري چې وکولای شي د ټاکنو په لومړۍ دوره کط بریالی شي.

حکمتیار زیاته کړې چې سیاسي ګوندونه غواړي چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.