کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٧): وسله والو طالبانو د فراه ولایت په مرکز کې د دغه ښار د پولیسو د لومړۍ حوزې امر او دوه سرتېري وژلي دي.
د فراه ولایت ولایتي شورا غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سرتېري تېره شپه نهه بجې د فراه ښار په ګنج سیمه کې له نیم ساعت جګړې وروسته وژل شوي دي.
قانع وايي چې د وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري او وسله والو له جګړې وروسته سیمه پرېښې ده.
د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امریت مرستیال حاجي عبدالقدیر هم د یادو درېیو کسانو وژنه تاید کړې ده.
د یادو درېیو کسانو د وژنې مسوولیت طالبانو منلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن