ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حيات : له داعش او طالبه زياته ستونزه له  هغو کړيو سره لرم چې کارونو کې مو لاسوهنه کوي

حيات : له داعش او طالبه زياته ستونزه له هغو کړيو سره لرم چې کارونو کې مو لاسوهنه کوي

author avatar
30 Oct 2018 - 19:26
حيات : له داعش او طالبه زياته ستونزه له  هغو کړيو سره لرم چې کارونو کې مو لاسوهنه کوي
author avatar
30 Oct 2018 - 19:26

جلال اباد (پژواک، ۸ لړم ۹۷): د ننګرهار والي وايي، په دغه ولايت کې اوسمهال د داعش او طالب سره له جګړې لويه ستونزه له يو شمېر هغه کړيو سره جنجال دی، چې په خبره يې په چارو کې يې لاسوهنه کوي.

حيات الله حيات وايي، دغه کړۍ يې نه پرېږدي، چې ښه چارواکي وټاکي او د فساد او شته ستونزو مخنيوى وکړي.

والي دا څرګندونې د لړم په ۸مه د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د مومندو او دوه ولسوالیو کې د پشه یي قومونو یو شمېر مخورو سره د ليدنې پرمهال وکړې.

يادو قومي مشرانو د خبرو پر مهال د امنیت تامین، غاصبینو، زورواکو، قاچاقبرو او په ټوله کې د فساد پر ضد مبارزه کې د ننګرهار والي د پيل کړيو کارونو په اړه ملاتړ څرګند کړ او ټينګار يې وکړ، چې ياده برخه کې لا نور پرمختګونه هم وکړي.

والي وویل : (( جمهور رئیس ته مې ډاډ ورکړی، چې خپله فساد نه کوم، فساد نه پرېږدم، غصب نه کوم، غاصب نه پرېږدم، زوراکی نه یم، زورواکي نه منم او د قانون تطبیق د خپل ځان، کورنۍ څخه پیل او پر ټولو یې یو ډول پلی کوم.))

حیات په ادارو کې اصلاحاتو ته په اشارې سره وویل، کار اهل ته د سپارلو لړۍ يې پیل کړې، په هیڅ اداره کې به د اشخاصو له لوري ګومارل شوي کسان پرې نه ږدي او یواځې به د ننګرهار د ابادۍ او سوکالۍ په موخه د وړ کسانو ګومارلو هڅې وکړي .

خو والي اندېښنه وښوده، چې يو شمېر کړۍ يې د دغو هڅو پر وړاندې خنډ دي او نه يې پرېږدي، چې له فساد سره مبارزه وکړي.

ده د يادو کړيو په اړه وضاحت ورنه کړ، خو ويې ويل اوسمهال ورته د داعش او طالب وسله والو د موجوديت له ستونزې دا ډېره لويه ده، چې ځينې کړۍ يې نه پرېږدي هغه کسان له څوکيو لرې شي، چې هغوی د فساد او خپلو شخصي ګټو په موخه پر دندو ګومارلي دي.

د ننګرهار والي یو ځل بیا د ورور وژنې د پای ته رسېدو په موخه په وسله والو طالبانو د سولې غږ وکړ او په دې برخه کې يې  د خلکو ونډه مهمه وبلله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.