ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسیون: لوګر کې د ځینو مشخصو نوماندانو لپاره صندوقونه ډک شوي

د ټاکنو کمېسیون: لوګر کې د ځینو مشخصو نوماندانو لپاره صندوقونه ډک شوي

author avatar
30 Oct 2018 - 18:05
د ټاکنو کمېسیون: لوګر کې د ځینو مشخصو نوماندانو لپاره صندوقونه ډک شوي
author avatar
30 Oct 2018 - 18:05

پل علم (پژواک، ٨ لړم ۹۷): د لوګر د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو پر ورځ د کمېسيون د قراردادي کارکوونکو، ناظرينو او امنيتي مسوولينو له لوري د مشخصو نوماندانو لپاره صندوقونه ډک شوي دي.

دغه څرګندونې د لوګر د ټاکنو کميسيون مشر عبدالرحمن محبت د لړم په اتمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې د ولسي جرګې يو شمير نوماندان د دوى په چارو کې اوس هم لاسوهنه کوي او هڅې کوي چې خپلې ناپاکې رايې پر دوى پاکې کړي.

محبت د دغو نوماندانو نومونه په ډاګه نه کړل خو زياته يې کړه: ((تر سخت فشار لاندې يم، نوماندان مې ګواښي له زور او زر کار اخلي، ځيني نوماندان زموږ د دفتر له پخوانيو کارکوونکو سره اړيکې لري چې له هغوى سره معامله کوي او غواړي چې تورې رايې سپينې کړي.))

دى وايي چې د يادو موضوعاتو په اړه يې اسناد برابر کړي او ډېر ژر به يې په کابل کې له عمومي دفتر سره شريک کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په څرخ، خوښۍ، محمداغې او بره کي برک ولسواليو کې د کمېسيون د قراردادي کارکوونکو، ناظرينو او امنيتي مسوولينو له خوا د مشخصو کانديدانو په ګټه صندوقونه ډک شوي دي.

بل لور ته په دغه ولايت کې يو شمېر نوماندان هم شکايت لري چې د ځينو کانديدانو له لوري پراخه درغلي شوې ده.

له لوګر څخه ولسي جرګې ته نوماند سيد فرهاد اکبري پژواک ته وويل چې له بايومټريک پرته يوه رايه هم بايد حساب نه شي.

ده زياته کړه: ((يو شمېر نوماندانو چې رايه نه ده وړې، کوښښ کوي چې خپلې جعلي رايې په زور سيستم ته داخل کړي او ځان کاميابه کړي.))

دغه راز بل نوماند نصرت الله وفا هم پژواک ته وويل چې د يو شمېر کانديدانو لپاره په بې ساري ډول درغلي شوې ده.

ده وويل: ((په دويمه ورځ هم يو شمېر مرکزونه نه وو پرانيستل شوي خو له هغه ځايه ډک صندقونه راغلي دي چې په هېڅ ډول موږ ته د منلو نه دي.))

هغه له ټاکنيزو کمېسيونونو غوښتنه وکړه چې پاکې رايې له ناپاکو رايو جلا کړي او حق حقدار ته وسپاري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.