د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پوهنې وزارت په لومړي ځل د ښځو لپاره د ریاستونو ١١ بستونه اعلان کړل

د پوهنې وزارت په لومړي ځل د ښځو لپاره د ریاستونو ١١ بستونه اعلان کړل

Oct 30, 2018 - 19:21

کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٧): د پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره د ١١ رياستونو بستونه د ښـځو لپاره ازادې سيالۍ ته وړاندې کړې دي.

د دغه وزارت د نشراتو رييس کبيرحقمل د لړم په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنې وزارت د ملکي خدماتو د لومړۍ ادارې په توګه د لومړي ځل لپاره د ریاستونو ۱۱ بستونه یوازې د ښځو لپاره اعلان کړل.

هغه زياته کړه،  دا د هغې تګلارې برخه ده چې د پوهنې وزارت غواړي په خپله رهبرۍ او تصمیم نیونه کې د ښځو ونډه پراخه کړي.

حقمل وايي چې ياد ریاستونه د ښوونکو د روزنې دي او يوازې خويندې کولای شي رقابت ورته وکړي.

د نوموړي په وينا، د بستونو نور جزئیات او پروسه کې د شاملېدو لارې چارې د اړوند وزارت په ويب سايټ کې خپاره شوې دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا يوولس بستونه د لغمان، هرات، بدخشان، غزني، پنجشېر، نيمروز، جوزجان، فراه، بادغيس، کندهار او تخار ولايتونو د ښوونکي د روزنې اړوند رياستونه دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement