زرنج- هرات (پژواک، ٨ لړم ٩٧): د نیمروز امنیتي چارواکي وايي چې ۱۱ وسله وال د ماین جوړولو د لومړنۍ روزنې پر مهال وژل شوي، بلخوا په هرات ښار کې پولیسو درې کسان د غلا په تور نیولي دي.
د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې د مېشت ۲۱۵ میوند قول اردو د څلورمې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن محمد رضا رضايي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوې ډلې وسله وال طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ په «سپین کارېز» سیمه کې د ماین جوړولو روزنه ترلاسه کوله چې ماین پرې چاودنه کړې او ۱۱ کسان په کې وژل شوي دي.
د ده په خبره، په وژل شوو کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان هم شامل دی.
نوموړي زیاته کړه، دغو کسان د دلارام ـ زرنج پر لویه لار او د فراه ولایت په یو شمېر نورو سیمو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د ماین اېښودو لپاره روزل کېدل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې، د هرات پولیسو د غلا په تور درې کسان نیولي دي.
د هرات د امنیې قوماندان پاسوال امین الله امرخېل وايي: ((د غلو یاده درې کسیزه ډله د شپږمې امنیتي حوزې پولیسو نیولې ده.))
د ده په خبره، پولیسو له نیول شوو کسانو درې غلا شوي موټرسایکل، یوه چاړه، یو نانچیکو او د موټرسایکل ځینې پرزې ترلاسه کړې دي.
نیول شوو کسانو په لومړنیو څېړنو کې منلې چې د خلکو موټرسایکلونه یې غلا کول او له پرزه کولو وروسته یې پلورل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن