کندهار (پژواک، ۸ لړم ۹۷): په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر وايي، په دې ولایت کې ۲۳۰ زره کسانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه اخیستې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې وه چې ۷۳ زره تنې یې ښځې وې.
د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کېدو یوه اوونۍ وروسته د تېرې شنبې په ورځ په کندهار کې هم ټاکنې وشوې.
په دې ولایت کې ټاکنې له هغه وروسته وځنډېدلې چې د تلې په ۲۶مه ددغه ولایت په ودانۍ کې دننه په یوه وسله وال برید کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت مشر جنرال مومن حسین خېل ووژل شول او والي زلمى ویسا ټپي شو.
کندهار کې د ټاکنو د کمېسیون مشر ډاکټر نعمت الله وردګ وايي، سره له دې چې دغې پېښې د کندهار پر عمومي امنیتي وضعیت اغېز درلود، خو بیا هم شاوخوا ۲۳۰ زره کسانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه واخیسته.
د ده په خبره، په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې نسبتاً ښې تر سره شوې، سره له دې چې په ځينو مواردو کې ستونزې موجودې وې.
دی وايي، که د ټاکنو پروسې او سیسټم ته وکتل شي نو ویلای شي چې ټاکنې بریالۍ وې.
ده خبر ورکړ چې له ټولو ولسوالیو ټاکنیز توکي تر مرکزي دفتر پورې را رسېدلي خو یوازې د پنځو ولسوالیو له ډلې چې ټاکنیز توکي یې د هوا له لارې را انتقال شول، د خاکرېز ولسوالۍ توکي پاتې دي.
نوموړي وویل، له دغې ولسوالۍ څخه به هم ټاکنیز توکي نن یا سبا را ولېږدول شي.
وردګ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې تر اوسه رایې شمېرل شوي نه دي او دا نه معلومېږي چې کوم کاندیدان مخکښ دي.
نوموړي په ټاکنو کې د درغلیو د مواردو په اړه وویل چې طبعاً له ټاکنو سره دغسې خبرې ملې وي خو دوی به هڅه کوي چې د دغسې مواردو په اړه څېړنه وکړي او پاکې رایې له ناپاکو بېلې کړي.
دی وايي، په دې لړ کې يې له پنجوايي ولسوالۍ داسې خبرونه تر لاسه کړي وو چې ګواکې هلته ځينې زورمندانو د احتمالي درغلیو هڅې کړي دي، خو د ده په خبره دغه موضوع تر څېړنې لاندې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن