ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې پر زرګونو کروندګرو  او کوچيانو د مرستو وېش پيل شو

هلمند کې پر زرګونو کروندګرو او کوچيانو د مرستو وېش پيل شو

author avatar
31 Oct 2018 - 16:59
هلمند کې پر زرګونو کروندګرو  او کوچيانو د مرستو وېش پيل شو
author avatar
31 Oct 2018 - 16:59

لښکرګاه(پژواک،٩ لړم ٩٧): هلمندکې پر زرګونو کروندګرو او کوچيانو د اصلاح شويو تخمونو، کيماوي سرې او کنجاړې وېش پيل شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د هلمند د والي مرستيال مجاهد الله صفاري وويل چې دغه توکي پر ١٦ زره کروندګرو او شاوخوا ١٨ زره کوچيانو وېشل کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې توکو کې اته سوه ميټريک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ١٦ سوه ټنه کيمياوي سره او ١،٨ ميليونه کيلوګرامه کنجاړه شامله ده.

د هغه په وينا، کروندګرو ته دغه توکي د ٤٠ سلنه  قيمت په بدل کې ورکول کيږي.

صفاري هيله وښوده چې راتلوونکى کال به کروندګر د پام وړ د غنمو حاصلات ترلاسه کړي.

دغه راز د هلمند د کرنې او مالدارۍ رييس زلمي الکو پژواک ته وويل چې دغه کروندګر او کوچيان د سيمه ييزو شوراګانو له خوا په لېست کې نيول شوي دي.

د هغه په وينا، د دغو توکو په وېش کې د فساد د مخنيوي لپاره يو کمېسيون هم جوړ شوى دى.

همدارنګه يوتن کروندګر اغاولي پژواک ته وويل چې تېرکال هم پر کروندګرو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي وو او ښه حاصلات يې هم ترلاسه کړي وو.

ده زياته کړه: (( موږ ورته ډېر خوشحاله يو، راتلوونکي کال کې به هم ښه حاصلات ترلاسه کړو.))

همدرانګه يو تن کوچي محمد پژواک ته وويل چې سل مېږې او پسونه او اته اوښان لري چې سږکال د وچکالۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ وو.

هغه وايي: (( ټول کال مې ورته په بازار کې خوراک اخيستى دى، سخت زيانونه مې ليدلي، اوس يې هر کوچي ته سل - سل کيلو کنجاړه ورکړه چې دا زموږ مشکلات تر ډېره نه شي حل کولى، بايد حکومت موږ ته يوه اساسي چاره وکړي.))

د يادونې ده چې هرکال په بېلابېلو ولايتونو کې د حکومت له لوري پر کروندګرو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره وېشل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.