ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر راتلونکو دوو ورځو د مچلغو بند سروې پيليږي

تر راتلونکو دوو ورځو د مچلغو بند سروې پيليږي

author avatar
31 Oct 2018 - 19:24
تر راتلونکو دوو ورځو د مچلغو بند سروې پيليږي
author avatar
31 Oct 2018 - 19:24

ګردېز (پژواک، ٩ لړم ٩٧): د اوبو او انرژي وزير وايي چې تر راتلونکو دوو ورځو به د مچلغو بند سروې پيل شي.

د اوبو او انرژي وزير، د فوايد عامې او کرنې وزارتونو معينان، د برېښنا عمومي رييس، د چارو ادارې تخنيکي مرستيال، د عامه نظم تصدي رييس او ځينې نور چارواکي او مسوولين د ځينو ژمنه شويو لويو پروژو په اړه د خبرو لپاره ګردېز ته راغلي دي.

دوی له خلکو سره پر عمومې غونډې سربېره د احمدابا او زرمت ولسواليو له اوسېدونکو او مشرانو سره ځانګړې ناستې هم وکړې.

د احمدابا ولسوالي له قومي مشرانو سره په ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزير محمد ګل خلمي ومنله چې په تېر کې د مچلغو بند جوړېدو په اړه رښتينی نيت نه و او په دې کې د وزارت او قراردادي شرکتونو ناغيړي وه.

ده وويل چې د ياد بند د ډيزاين اتيا سلنه چارې بشپړې شوې او په راتلونکو دوه ورځو کې به يې د سروې کارونه پيل شي.

هغه زياته کړه چې د بند د ساختماني چارو په اړه له ځينو لويو نړيوالو شرکتونو سره غږېدلی او د دې بند د جوړولو ټينګ هوډ لري.

خلمي وايي: ((مخکې مشکل دا و چې د بند قرارداد به ورکول کېده، نو هم به ډيزاين ورکول کېده او هم ساختمان، چې له امله يې کلونه، کلونه دا کارونه ځنډېدلي و؛ خو اوس مو دا پروژه په درې برخو تقسيم کړه. اولين کار به بل سبا له خيره شروع کېږي؛ ډيزان په يوه مياشت کې خلاصوو. د بند ساختمان مو په دوه برخو وېشلی، يو د بند اساسي ساختمان دی او بل کانالونه دي. کمپنيو سره مو خبرې کړې دي.))

د عامه نظم تصدۍ رييس قيس باوري د مچلغو بند د امنيت په اړه د سيمې د اوسېدونکو له خبرو وروسته وويل چې د بند د امنيت ټينګولو لپاره ټول امکانات په کار اچوي او د عملي چارو زمينه به برابره کړي.

باوري وايي: ((د بند د ډاډمن امنيت او مصوونيت لپاره عملي کار کوو، سلاح ورکوو، پوستې ايجادوو، خوراک، پوښاک او نورې ټولې اړتياوې يې پوره کوو. موږ بايد له شته مشکلاتو راووځو.))

د احمدابا قومي مشران وايي، خلک د مچلغو بند د جوړېدو په اړه له زياتو وعدو ناهيلي شوي او که دا ځل يې له ژمنې سره سم کار پیل نه شي، نو ښايي بيا خلک له وزارت او شرکت سره همکاري ته زړه ښه نه کړي.

د دوی له ډلې خواني جهاني پژواک ته وويل: ((دې خلکو په مچلغو بند ډېره قرباني ورکړې او پرې شهيدان شوي، دا په دې معنا ده چې دا خلک دې پروژې ته متحد دي او غواړي يې. وزارت تر اوسه د خلکو يو ميليون ډالر قرضداری دی. موږ دا پروژه غواړو او پوره همکار يو، هيله ده چې دا ځل خبرې تشې وعدې پاتې نه شي.))

د ګردېز ــ زرمت سړک په اړه د فوايد عامې وزارت معين او نورو چارواکو، د دې سړک د دوه پلاټه قراردادي شرکتونو د استازو او قومي مخورو تر منځ ناسته بې پايلې پای ته ورسېده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.