ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال د ننګرهار له زيتونو۵۶ زره لېتره تېل او ۳۲ ټنه اچار توليد شوي

تېر کال د ننګرهار له زيتونو۵۶ زره لېتره تېل او ۳۲ ټنه اچار توليد شوي

author avatar
31 Oct 2018 - 18:25
تېر کال د ننګرهار له زيتونو۵۶ زره لېتره تېل او ۳۲ ټنه اچار توليد شوي
author avatar
31 Oct 2018 - 18:25

جلال اباد (پژواک، ۹ لړم ۹۷): د ننګرهار د کانال رياست مسوولين وايي چې د زيتونو له تېلو او اچارو څخه تېر کال ۳۱ ميليونه افغانۍ ګټه   لاسته غلې او سږ کال يې بيا هم د تېلو او اچارو پروسس پيل کړی دی.

 بلخوا د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، له کله راهيسې چې د زيتونو د تېلو او اچارو د پلور موضوع خصوصي سکتور ته سپارل شوې، نرخونه يې لوړ شوي او کيفيت يې هم خراب شوی دی.

د کانال رياست مسوولين بيا د نرخونو د کنټرول خبره کوي؛ خو وايي چې د ننګرهار زيتونو فابريکې په نوم جلال اباد ښار کې يو شمېر جعلي تېل خرڅېږي چې دوی تر اوسه ۳۵۰ بوتله همدا ډول تېل نيولي دي.

د لړم په ۹مه د ننګرهار ولايت د زيتونو په فابريکه کې د ننګرهار والي او دغه ولايت د کانال رييس له لوري د زيتونو له تورو دانو څخه د تېلو د ويستلو او پروسس چارو د پيل پرانيسته وشوه.

د کانال رييس انجنير سيداغا مياخېل وويل چې د ځينو تخنيکي او مسلکي نيمګړتياوو له امله د زيتونو فارمونو سږکال په ډېر لوی توپير سره کم حاصلات ورکړي دي.

هغه وايي، تېر کال د زيتونو فارمونو ۶۰۰ ټنه حاصلات ورکړي و، چې ۵۶ زره لېتره تېل او ۳۲ ټنه اچار ترې توليد او پروسس شوي و؛ خو سږ کال له فارمونو يوازې ۶۰ ټنه د زيتونو دانې راټولې شوې دي.

دی زياتوي: ((تېر کال د زيتونو د فارمونو ښه ساتنه شوې وه، پر وخت سره ورکړل شوې، شاخ بُري يې شوې وه او بله لويه خبره دا ده، چې يو کال زيتون ښه حاصل ورکړي، بل کال بيا حاصل کم ورکوي.))

نوموړی د دغو ټولو نيمګړتياوو سره سره د دوی د پرسونل کموالی هغه څه په ګوته کوي، چې هر کال يې کارونه نيمګړي وي.

د مياخېل په خبره، د زيتونو فابريکې د پيل په کلونو کې يو نيم زر کار کوونکي درلودل؛ خو اوس د ټول کانال کار کوونکي يوازې ۸۰۰ کسان دي، چې فابريکه اتو مېرمنو په ګډون د ۶۰ فني او تخنيکي کار کوونکو له لوري مخته روانه ده.

بلخوا د ننګرهار والي حيات الله حيات په بېساري توګه د زيتونو د حاصلاتو کموالي ته په اشارې سره وويل، دغه چاره به په تخنيکي شکل څېړل کېږي او که د کانال د مسوولينو بې غوري په کې جوته شوه، قانوني چلند به ورسره وشي.

هغه دا ډاډ هم ورکړ، چې د زيتونو د فابريکې په ګډون د کانال د بيارغونې لپاره ورسره د کرنې وزارت مسوولينو ژمنه کړې او د فابريکې د ترميم ترڅنګ به د کانال يو شمېر زيانمنې شوې برخې هم بيا ورغول شي.

والي وايي، تېرو څو لسيزو جګړو دا فابريکه ډېره زيانمنه کړې او تېرو څو کلونو کې ورته مسوولينو سمه پاملرنه هم نه ده کړې؛ نو ځکه يې ستونزې ډېر دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.