ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د ځوانو نوماندانو ټولنې د رایو د بیا شمېرلو غوښتنه وکړه

د ولسي جرګې د ځوانو نوماندانو ټولنې د رایو د بیا شمېرلو غوښتنه وکړه

author avatar
31 Oct 2018 - 18:09
د ولسي جرګې د ځوانو نوماندانو ټولنې د رایو د بیا شمېرلو غوښتنه وکړه
author avatar
31 Oct 2018 - 18:09

کابل (پژواک، ۹ لړم۹۷): د ولسي جرګې د ځوانو نوماندانو ټولنې د دې جرګې د رایو د بیا شمېرلو او ټولو هغو رایو د باطل اعلانېدو غوښتنه وکړه چې په بایومټریک ماشینونو کې نه دي ثبت شوې.

د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې پر ۲۸ مه او ۲۹ مه خو په کندهار کې د لړم په پنځمه ترسره شوې او ټاکل شوې ده چې په غزني ولایت کې به وروسته ترسره شي.

په یادو ټاکنو کې د درغلیو او سرغړونو په اړه ډېر شکایتونه ثبت شوي وو. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي چې د ټاکنو په تړاو یې شاوخوا ۱۱ زره شکایتونه ترلاسه کړي او تر اروزنې لاندې دي.

د ولسي جرګې شاوخوا ۳۰ هغو نوماندانو چې د ځوانو نوماندانو د یادې ټولنې غړیتوب لري په کابل کې په یوه خبري ناسته کې ګډون وکړ. چارواکي وايي چې د مرکز او ولایتونو شاوخوا ۶۰۰ نوماندان د یادې ټولنې غړیتوب لري.

د ټولنې په خبرپاڼه کې د ملي او نړیوالو بنسټونو له څارونکو او مسوولینو غوښتنه شوې چې د رایو د بیا شمېرنې، د ترلاسه شوو شکایتونو تفتیش او هغه ته د رسېدنې لپاره بې لوري څارونکي وګومارل شي چې د دې پروسې روڼوالی تضمین شي.

 د ځوانو نوماندانو ټولنې په ټاکنو کې د درغلي کوونکو د عدلي او قضايي تعقیب، د ټاکنیزو شکایتونو د بې طرفه ارزونې او د حکومت، ګوندونو او نړیوالې ټولنې د بې طرفه پاتې کېدو غوښتنه کړې او له کشفي، امنیتي، عدلي او قضايي ارګانونو یې غوښتي چې د ټاکنو په بهیر کې له درغلي کوونکي سره قانوني چلند وکړي.

د کابل ولایت نوماند او د افغانستان د ځوانو نوماندانو د ټولنې مسوول هارون شمس وویل، تخنیکي ستونزې، د زورواکو نفوذ او ناامنۍ ټاکنو ته ستونزې جوړې کړې وې.

نوموړي وویل: ((زموږ غوښتنه له ټاکنیزو کمېسیونونو داده چې له بایو مټریک سیسټم څخه پرته صندقونو ته ټولې اچول شوې رایې باطلې اعلان کړي.))

د ولسي جرګې بل نوماند ابراهیم الکوزي وویل، په کندهار کې ټاکنې مهندسي شوې او پراخې درغلۍ په کې ترسره شوې دي.

هغه وویل: ((بایومټریک رایې موږ ته د منلو وړ دي، او له بایومټریک سیسټم څخه پرته هېڅ ډول رایې نه منو.))

له تخار څخه ولسي جرګې ته نوماندې فاطمې مسعود هم په نننۍ ناسته کې وویل: ((د تخار په ډېرو مرکزونو کې رایې په شفاف ډول نه دي شمېرل شوې او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړم چې رایې له سره وشمېري.))

نوموړې وویل، په ولایتونو او لرې پرتو مرکزونو په ځانګړې توګه ناامنه ولسوالیو کې پراخې درغلۍ شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.