ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز يوشمېر اوسېدونکو د الچين پول د ژر جوړېدو غوښتنه وکړه

د کندوز يوشمېر اوسېدونکو د الچين پول د ژر جوړېدو غوښتنه وکړه

author avatar
31 Oct 2018 - 18:06
د کندوز يوشمېر اوسېدونکو د الچين پول د ژر جوړېدو غوښتنه وکړه
author avatar
31 Oct 2018 - 18:06

کندوز ښار(پژواک،٩ لړم ٩٧) د کندوز اوسېدونکي وايي چې د الچين پول د ويجاړېدو له امله د څلورو ولسواليو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې په بيارغونه کې يې بايد بېړه وشي.

د الچين پول شاوخوا دوه کاله وړاندې د کندوز ولايت د سقوط پرمهال د وسله والو طالبانو له خوا په ماينونو والوځول شو چې تر اوسه بېرته نه دى جوړ شوى.

دغه پول شېرخان بندر او څلور ولسوالۍ، قلعه زال، امام صاحب، دشت ارچي او کلباد له کندوز ښار سره نښلوي.

که څه هم چې په دې وروستيو کې د ياد شوي پول د جوړېدو چارې پيل شوي خو خلک وايي چې په تګ راتګ کې ستونزې لري.

د کندوز-شېرخان بندر د لويې لارې يوتن موټر چلوونکي محمد سليم پژواک ته وويل، له کله نه چې دغه پول ويجاړ شوى موټر ډېر په مشکل له يوې بلې لارې تېريږي.

هغه وايې: (( د پول د جوړېدو چارې ډېر ټکنۍ روان دي، ډېرى وخت موټر په سيند کې بند پاتې کېږي او کله هم چپه کېږي، نو کار ته بايد سرعت ورکړل شي.))

همدارنګه د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي شېرمحمد پژواک ته وويل چې د الچين پول ترڅنګ يو بل فرعي پول د تګ راتګ لپاره جوړ شوى دى.

ده زياته کړه: (( کله چې لوى پول خراب شو نو حکومت دلته يو فرعي پول جوړ کړ، خو د مسوولينو د نه پاملرنې له امله له ډېر بار سره موټر پرې تېر شول اوس هغه هم خراب شوى او موټر پرې نه شي تېرېداى.))

د دې لويې لارې يو شمېر نورو مسافرو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د الچين پول د قراردادي شرکت يو تن انجنير حسين پژواک ته وويل چې په شاوخوا يوه نيمه مياشت کې به د الچين پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

دى وايي: (( کومه خاصه ستونزه نشته، موټر اوس هم په فرعي پول تګ راتګ کوي، لاره خلاصه ده.))

په دې اړه د کندوز د فوايد عامې رييس محمد رحيم پژواک ته وويل، دوى هڅه کوي چې هرڅه ژر د الچين پول بيا ګټې اخيستنې ته وسپاري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.