ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مالیې وزارت: د راتلونکي کال په بودیجه کې ۳۹۹ ميلیارده افغانۍ شاملې شوې

مالیې وزارت: د راتلونکي کال په بودیجه کې ۳۹۹ ميلیارده افغانۍ شاملې شوې

author avatar
31 Oct 2018 - 19:36
مالیې وزارت: د راتلونکي کال په بودیجه کې ۳۹۹ ميلیارده افغانۍ شاملې شوې
author avatar
31 Oct 2018 - 19:36

کابل (پژواک،۹ لړم ۹۷): د مالیې وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره د بودیجې د مسودې د تیارولو خبر ورکړ او ویې ویل، د راتلونکي کال لپاره په داسې حال کې ۳۹۹ ميلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې چې د سږ کال عایدات تر ۱۴٩ ميليارد افغانیو رسېدلي دي.

د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ پیلېږي.

د ماليې وزارت د ګمرکاتو او عایداتو مرستیال عبیدالله رقیبي چې نن یې د عایداتو د راټولولو، بودیجې د لګښت او د راتلونکي مالي کال د بودیجې د برابرولو لپاره د چمتووالي په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د ولسي جرګې په ناسته کې ګډون کړی و، وویل، ټاکل شوې چې د روانې مياشتې تر پنځلسمې پورې د ١٣٩٨ مالي کال د بوديجې مسوده مشرانو جرګې ته وړاندې شي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۹۸ مې مادې په اساس، د حکومت پراختیایي پروګرامونه او دولتي بودیجه د مشرانو جرګې له لارې له مشورې سره یوځای ولسي جرګې ته وړاندې کېږي او د ولسي جرګې پرېکړه مشرانو جرګې ته له تلو پرته د ولسمشر تر توشیح وروسته نافذ ګڼل کېږي.

رقیبي زیاته کړه، د راتلونکي مالي کال د بودیجې په مسوده کې په ټولیز ډول ۳۹۹ ميلیارده افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده چې ۱۲۴ ميلیارد افغانۍ (۳۱ سلنه) یې پراختیايي او ۲۷۵ ميلیارد افغانۍ (۶۹ سلنه) یې عادي بودیجه ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عادي بودیجې ۱۹۶ ميلیارد افغانۍ د معاشونو لپاره ځانګړې شوې دي.

د ماليې وزارت د عایداتو او ګمرکاتو مرستیال وايي چې پراختیايي بودیجه د بودیجودي واحدونو د وړتیا او حکومتي امکاناتو په اساس په نظر کې نیول شوې ده.

ده وویل چې ۱۸۸ ميلیارده افغانۍ له داخلي عایداتو او پاتې له بهرنیو مرستو تمویل کېږي.

د روان مالي (۱۳۹۷) کال په بودیجه کې ۲۶۷.۲ ميلیارده افغانۍ عادي او ۹۳.۷ ميلیارده افغانۍ پراختیايي بودیجه ده.  په ټولیز ډول د راتلونکي کال لپاره د بودیجې په مسوده کې له لس سلنې زيات ډېروالی راغلی دی.

د دولت عایدات

رقیبي وویل، په روان کال کې د عایداتو د راټولولو په برخه کې د ستونزو پر موجودیت سربېره تر اوسه راټول شوي عایدات ۱۴۹ افغانیو ته رسېدلي دي، چې دا اندازه د روان مالي کال لپاره له ټاکل شويو عایداتو څخه ۴.۷ ميلیارد افغانۍ زیاته ده.

ده زیاته کړه، یاد شوي عایدات د تېر کال په پرتله ۱۴.۶ ميلیارد افغانۍ زیات شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.