ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ کې ټاکنيزه کمېټه او د لوبـډلې مدير بدل شول

کرکټ بورډ کې ټاکنيزه کمېټه او د لوبـډلې مدير بدل شول

author avatar
31 Oct 2018 - 17:22
کرکټ بورډ کې ټاکنيزه کمېټه او د لوبـډلې مدير بدل شول
author avatar
31 Oct 2018 - 17:22

کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٧): د افغانستان کرکټ بورډ نوي عمومي رييس عزیزالله فضلي په اداره کې يو شمېر بدلونونه رامنځته کړل او د ځينو برخو لپاره يې نوي مشران وټاکل .

فضلي چې د لړم په ٩مه، يې يوې خبري غونډې ته وينا کوله، وويل چې تغيیر او تبدیل په ټولو ادارو کې یو اصل دی او غواړي چې په ځينو مهمو تخنيکي او اداري برخو کې وړ او په کار پوه اشخاص وګوماري.

هغه د غوراوي کمېټې پخوانی مشر دولت خان احمدزی د نوروزخان منګل پرځای د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر او اسدالله خان او پاچاحسين د یادې کمېټې د غړو په توګه وګومارل.

دغه راز نوموړي الله داد نوري د ډسپلین کمېټې د مشر او عبدالولي امين او احمدشاه سليمانخېل د یادې کمېټې د غړو په توګه اعلان کړل.

د کرکټ عمومي رييس وویل چې شېراغا همکار به نور د ملي لوبډلې مدیر نه وي او له ملي لوبډلې سره به يو تن د مدیر په توګه سفر کوي.

فضلي وايي، د کرکټ ډایريکټر پوست چې تر اوسه یې بشیر ستانکزی مسول و، له منځه تللی او نوموړي ته به بل مسوولیت وسپاري چې سربېره پر دې ډاکټر نورعالم فريد یو ځل بیا د امو زون د مدیر په توګه وټاکل شو.

هغه د نورو تغيیراتو خبره هم وکړه او زیاته یې کړه، چې ټول تغیيرات به د کارونو د لا ښه والي په خاطر وي.

عزیزالله فضلي دغه راز زیاته کړه، کرکټ بورډ یوه ملي اداره ده او په همدې خاطر غواړي ټولو هغو کادرونو ته چې تخنيکي او اداري وړتيا لري په دغه ډول سترو پوستونو د کار کولو موقع ورکوي.

هغه په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د کرکټ نړيوال جام لوبې، د خپلو کارونو د لومړيتوب په توګه يادې کړې او ویې ویل، داسې یوه لوبډله به وټاکل شي چې وړتيا یې ولري او په سمه توګه به د افغانستان استازیتوب وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.