ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست پر کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل کېږي

د خوست پر کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل کېږي

author avatar
1 Nov 2018 - 15:08
د خوست پر کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل کېږي
author avatar
1 Nov 2018 - 15:08

خوست ښار (پژواک، ۱۰ لړم ۹۷): په خوست کې څه باندې اووه زره ګروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه.

د خوست والي حکم خان حبيبي د ياد اصلاح شوي تخم او سرې د وېش د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر کروندګر ته د يو جريب کرنيزې ځمکې پر سر ۲۵ کيلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۵۰ کيلوګرامه کيمياوي سره ورکول کېږي.

نوموړي هيله مندي وښوده چې د دغو تخمونو او د کيمياوي سرې په وېش سره به په دغه ولايت کې د کروندګرو په محصولاتو کې زياتوالی راشي.

دی زياتوي: ((دا ۱۸۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۳۶۰ ټنه کيمياوي سره په ۷زره او دوه سوه کروندګرو باندې وېشل کېږي.))

حبيبي له اړوند وزارت نه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې به خپله پاملرنه نوره هم زياته کړي.

په همدې حال کې د دغه ولايت يو شمېر کروندګر او د ولايتي شورا غړي شکايت کوي چې يو خو دوی ته تخمونه پر خپل وخت نه ورکول کېږي او بل ټولو کروندګرو ته نه رسېږي.

د شاه نوروز په نوم د دغه ولايت يوه کروندګر له پژواک سره  د خبرو پر مهال د کرنې او مالدارۍ د رياست له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د ګروندګرو پر غوښتنو دې عمل وکړي.

هغه وايي: ((دا سمه ده چې د غنمو دغه اصلاح شوی تخم به ښه پايله ورکړي، خو ډېر کم دي؛ ځکه هر کروندګر په لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه لري او دا د دوی لپاره بسنه نه کوي.))

همدارنګه د خوست ولايتي شورا منشي قمرعلي لکڼوال بيا د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست فلج بولي او پر وينا يې چې د کروندګرو لپاره هېڅ بنسټير کار نه دی کړی.

هغه زياته کړه: ((هغه څه چې لازم دي چې د کرنې او مالدارۍ رياست بايد کړي وای نه يې دي کړي، دغه رياست ډېرې نيمګړتياوې لري او د رييس څخه مو غوښتنه دا ده چې رياست کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.))

بلخوا د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين ډاډ ورکوي چې د کروندګرو ستونزو او مشکلاتو ته به پر وخت ځان رسوي او د کرنيزو محصولاتو د زياتولي په برخه کې به له هغوی د امکاناتو برابرولو ډډه ونه کړي.

د يادونې ده، تېره ورځ په هلمند کې هم پر شاوخوا ١٦زره کروندګرو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره و وېشل شوه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.