ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خبریالانو د وژنې ۹۵ سلنه عاملین له مجازاتو معاف شوي دي”

“د خبریالانو د وژنې ۹۵ سلنه عاملین له مجازاتو معاف شوي دي”

author avatar
1 Nov 2018 - 20:06
“د خبریالانو د وژنې ۹۵ سلنه عاملین له مجازاتو معاف شوي دي”
author avatar
1 Nov 2018 - 20:06

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۹۷): د افغانستان د خبریالانو مرکز د مجازاتو فرهنګ پر پای ته رسولو د ټینګار ترڅنګ وايي چې د خبریالانو د ۹۵ سلنې وژنو عاملین له مجازاتو معاف دي.

په افغانستان کې د وروستیو دوو لسیزو په موده کې، څه باندې ۱۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي؛ خو د افغانستان د خبریالانو مرکز ښيي چې له یاد شمېر څخه یواځې د پنځو قضیو عاملان د محکمې د حکم له مخې مجازات شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت فرهنګ پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت خبرپاڼه خپره کړې چې کاږي، له ۱۳۷۳ څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې، ۱۰۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په افغانستان کې وژل شوي چې ۱۵ يې ښځينه کارکونکي دي. پر دې سربېره په دې موده کې دوه افغان خبریالان په پاکستان کې هم وژل شوي دي.

څلور کاله وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان غړو هېوادونو په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په غبرګون کې د پرېکړه لیک په خپرولو سره د نومبر ۲مه (د لړم ۱۱مه) د خبریالانو پر وړاندې مجرمینو ته د مجازاتو معافیت فرهنګ د پاى ته رسولو ورځې په نوم ونوموله.

د یاد مرکز په اعلامیه کې راغلي چې ټولټال ۸۶ افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د کار په جریان کې وژل شوي دي.

د دې بنسټ د موندنو پر اساس، یاد پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو سازمان له غړو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې په جدي ډول لاس په کار شي.

یاد بنسټ د خبریالانو د وژنو لړۍ له ۱۳۷۳ کال راهیسي خپره کړې ده.

میرویس جلیل، د بي بي سي خبریال؛ لومړنی خبریال و چې ۱۳۷۳ کال کې له جهادي مشر ګلبدین حکمتیار سره تر مرکې وروسته، له چهاراسیاب ولسوالۍ څخه کابل ته د ستنېدو پرمهال، ووژل شو او څلور کاله وروسته، طالبانو پر مزار ښار تر ولکې ټینګولو وروسته، محمود صارمي د ایران اړوند ایرنا خبري اژانس خبریال د یاد هېواد له ځينو ديپلوماتانو سره وواژه.

 د ۱۳۸۰ کال په وروستیو کې پر افغانستان د امريکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د بريد له پيل څخه او د ازادو رسنیو شمېر په زياتېدو سره، د رسنیو ټولنې د قربانیانو شمېر ورځې تر بلې د پام وړ لوړ شو.

مارک برانرئو، جوهان ساټون، پیربیلاد، ولکر هندلوئیک، هري برټون، عزیزالله حیدري، ماریا ګارسیا کتولي، جولیو فیونتز، اولف استرامبرګ، شیما رضایی، میوند، عبدالقدوس، کریسټین استرو، کارن فیشر، انور صالح، رحمان قل، سیدآقا، اجمل نقشبندي، شکیبا څانګه اماج، ذکیه ذکي، عبدالمنیر، کارستن توماسن، عبدالصمد روحاني، جاوید احمد یازمي، سلطان محمد منادي، جان الله هاشمي، میشل لانګ، روپرت همر، جیمزهانتر، سید حامد نوري، محمد رفیق عزیزي، امید خپلواک، فرهاد تقدسي، جعفر وفا، سادم خان بهادور زوی، عبدالهادي همدرد، دنیا ذاکري، مزمل صادقي، محسن هاشمي، نوراحمد نوري، شاهد نعیمي، نیلز هورنر، احمد سردار، آنیا نیدرینگهاس، خالد اگاه یعقوبي، پلوشه توخي، زبیر حاتمي، عاقل محمد وقار، ذبیح الله پشتون یار، امان الله عطایي، علي محمدي، حسین امیري، جواد حسیني، محمد حسین، مهري عزیزي، مریم ابراهیمي، زینب میرزایي، زبیر خاکسار، یعقوب شرافت، دیوید گیلکي، ذبیح الله تمنا، نعمت الله زهیر، نصیر مدثر، نورالله، فریده، عبداللطیف، محمد امیر، عبدالغني، زین الله، حبیب الله حسین زاده، محمد نذیر، عزیز نوین، عمر ارغنديوال، عبدالحمید رمضاني، حسین علي نظري، نقیب الله عبدالرحیم زی، غلام رضا بیګ، سید خادم حسین هاشمي، عبدالرؤف مهدوي، سید خداداد احمدي، سید عندلیب ضیایي، سید حسین حسني، محمد رضا بهرامي، خلیل رضایي، حیدر نظري، سید مهدي موسوي، عبدالمنان ارغند، شاه مری فیضي، یارمحمد توخي، غازي رسولي، نوروزعلي خموش، عبدالله حنان زی، محرم درانۍ، سباوون کاکړ، علي سلیمي، سلیم تلاش، احمدشاه، محمد اختر، عطاء الله رحیمي وسیع، صمیم فرامرز، رامز احمدي او محمد سلیم انګار؛ د رسنیو خبریالان او نور کارکوونکي دي چې د طالبانو رژيم د نسکورېدو پرمهال او له هغه څخه وروسته وژل شوي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، طالبان د ۴۱ خبریالانو، داعش د ۳۴، غیرمسؤولې وسلوالې ډلې او کسان د ۲۲، ناټو ځواکونه د درې خبریالانو، د کورنۍ غړي او دوستان د دريېو او افغان ملي پولیس هم د یوه خبریال په وژنه کې شکمن او یا تورن شوي دي.

د دې مرکز موندنې ښيي چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې په جوړېدو سره د دې کمېټې د حکومتي غړو بنسټونو له لوري هڅې شوي دي؛ خو له بده مرغه ليدل کېږي سربېره پر دې چې دا هڅې او اقدامات د پام وړ وو، خو په ځانګړې توګه د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو مجازاتو د معافیت فرهنګ د پای ته رسولو په برخه کې ښکاره پایله نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.