د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فراه د چورلکې لوېدو پېښه کې ۱۲ نظامیان، ۶ دولتي کارکوونکي او ۷ ملکي وګړي وژل شوي

د فراه د چورلکې لوېدو پېښه کې ۱۲ نظامیان، ۶ دولتي کارکوونکي او ۷ ملکي وګړي وژل شوي

Nov 01, 2018 - 15:11

فراه (پژواک، ١٠ لړم ٩٧): په فراه ولایت کې د چورلکې د راغورځېدو له امله د یوه جنرال په ګډون ۱۲ امنیتي کسان، ۶ دولتي کارکوونکي او ۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.

تېره ورځ د فراه په خاکسفېد ولسوالۍ کې یوه چورلکه را وغورځېده چې له امله یې د فراه ولایتي شورا د رییس او یوه غړي، او د ملي اردو د یوه جنرال په ګډون ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دې پېښه کې د وژل شوو کسانو نوملړ چې نن پژواک ته را رسېدلی څرګندوي چې د تېرې ورځې په پېښه کې لاندې ۱۲ امنیتي منسوبین وژل شوي دي:

د ظفر قول اردو مرستیال جنرال نعمت الله خلیل

د چورلکې پیلوټ عارف

پیلوټ سید عبدالطیف

د ملي اردو افسر لومړی بریدمن منصف الله

د ملي اردو افسر لومړی بریدمن شېرین

د ملي اردو افسر لومړی بریدمن نیازالله

د فراه د امنیې قوماندانۍ افسر لومړۍ بریدمن ګلالی

د جمیلې امیني ګارد مبین د عبدالقیوم زوی

د فراه د لوا افسر نعمت الله د محمد اسلم زوی

د ملي اردو سرتېری احمد رشاد

د ولایتي شورا د رییس ګارد رووف د میر حمزه زوی

د ملي اردو سرتېری معصوم

په یاد لېست کې د ولایتي شورا د رییس او یوه غړي په ګډون په وژل شوو ۶ دولتي کارکوونکو کې

د فراه د ولایتي شورا رییس فرید بختور، د ولایتي شورا پخوانۍ رییسه او ولایتي شورا اوسنۍ غړې جمیله امیني، د ۷۸ میل پخوانۍ کمیسار غلام حیدر بومدي، د فراه د ګمرک د تشریح مدير عارف خدمت، د حج او اوقافو ریاست کارکوونکی حاجي جیلاني او د تخنیکي بورد مسوول عزیزالرحمن هم شامل دي.

بلخوا د رالېږل شوي لېست پر اساس د چورلکې د لوېدو په یاده پېښه کې په وژل شوو ۷ ملکي وګړو کې صراف جاجي قادر، حاجي مامور، اصف د جمعه خان زوی، خدایداد د حاجي ارباب زوی، سلیم بومدي، حاجي رحمت الله او د فراه د لوا ملا امام شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فراه سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د چورلکې د لوېدو د پېښې د قربانیانو جسدونه د امنیتي ګواښونو له امله تر اوسه هم د پېښې له سیمې د فراه مرکز ته نه دي لېږدول شوي.

په ورته وخت کې د فراه د ملي اردو د لوا ویاند نن سهار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لوا قوماندان له والي او د انار درې ولسوالۍ له سپین ږيرو سره په ناسته کې پرېکړه کړې چې د سیمه ییزو سپین ږیرو په منځګړيتوب جسدونه د سرې میاشتې له لارې د فراه ولایت مرکز ته انتقال کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement