ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار او کونړ د نابينايانو ترمنځ د کرکټ سيالي ترسره شوه

د ننګرهار او کونړ د نابينايانو ترمنځ د کرکټ سيالي ترسره شوه

author avatar
1 Nov 2018 - 12:35
د ننګرهار او کونړ د نابينايانو ترمنځ د کرکټ سيالي ترسره شوه
author avatar
1 Nov 2018 - 12:35

جلال اباد (پژواک، ۱۰ لړم ۹۷): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د دغه او کونړ ولايتونو د نابينایانو د کرکټ ټيمونو ترمنځ شل اورېزه دوستانه لوبه ترسره شوه.

دوی وایي، له دې لوبې يې موخه دا ده چې خلکو ته وښيي، نابينايان ناتوانه نه دي او د هر کار کولو وړتيا لري.

په ختيځ زون کې د نابينايانو د ټولنې مشر فضل الغني بشردوست نابينا د لوبې په څنډه کې پژواک ته وويل چې دواړه لوبډلې ۲۶ لوبغاړي لري چې ۲۲ يې لوبېږي او دوه دوه نور په دې خاطر نيول شوي که کوم لوبغاړی ټپي کېږي؛ نو پر ځای به يې بل لوبغاړی ټاکل کېږي.

د نوموړي په خبره، نابينايان ډېر کله فزيکي کار نه کوي او وينه يې له حرکت پاتې وي چې له ډول ډول ناروغيو سره مخ کېږي؛ نو دا ډول لوبې يې د روغتيا لپاره ډېر ګټور دي.

هغه وايي، د دغو لوبو بله موخه د ټولنې خلکو ته دا ښودل دي چې نابينايان ناتوانه نه دي او د هر کار کولو وړتيا لري خو يوازې لاسنيوي ته اړ دي.

عبدالحليم ديوګلي د کونړ د نابينايانو د کرکټ لوبډلې کپتان دی، نوموړی د دې لوبې د ځانګړنو په تړاو وايي چې ياده لوبه په ځانګړي توپ چې شړنګېږي ترسره کېږي.

هغه وايي، نابينا د توپ اواز ته غوږ وي، کله چې غږ ور نږدې کېږي، توپ وهي او میدان ساتونکي يې هم له همدغه شړنګهار توپ پېژني.

د ننګرهار نابينايانو کرکټ ټيم کپتان حميدالله سادات وايي چې د تېز حرکت ترسره کوونکی او د تيز غږ اورېدونکی ښه لوبه کولی شي.

دوولس کلن سبحان الله وايي، د سويډن کمېټې له لوري ورته د کرکټ زده کړه ورکړل شوې، لومړی يې دفتر کې لوبه کوله او اوس په خپل ټيم کې هم لوبېږي.

د کونړ لوبډلې بل لوبغاړي صابر الله حقيار وايي، په دې موخه لوبه کوي، چې يوه ورځ د نابينايانو په ملي لوبډله کې د نړۍ له نورو ټيمونو سره ولوبېږي او د افغانستان بېرغ او نوم روښانه کړي.

د يادولو وړ ده، دغه سيالي د ننګرهار لوبډلې وګټله.

دغه لوبې په ختيځ کې د نابينايانو د ټولنې له لوري د سويډن کمېټې په مالي لګښت ترسره کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.