کابل (پژواک ١٠ لړم ٩٧): د کابل د اطفايې مسوولين وايي چې د کابل ښار د نادر پښتون واټ په خيرخواه مارکېټ کې اورلګېدلى دى.
د کابل اطفايې مديريت نوکريوال سمونيار امير شاه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه اورلګېدنه ماښام ٦:٨ بجې پيل او تراوسه (٧:٣٠) پورې روانه ده.
ده زياته کړه، د دې اور د کابو کولو په خاطر د اطفايې ١٥ موټر سيمې ته رسېدلي دي.
د هغه په وينا، د اورلګېدنې لامل تراوسه نه دى معلوم.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن