ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“فراه کې د لوېدلې چورلکې د قربانیانو مړي تر اوسه نه دي لېږدول شوي”

“فراه کې د لوېدلې چورلکې د قربانیانو مړي تر اوسه نه دي لېږدول شوي”

author avatar
1 Nov 2018 - 14:22
“فراه کې د لوېدلې چورلکې د قربانیانو مړي تر اوسه نه دي لېږدول شوي”
author avatar
1 Nov 2018 - 14:22

 

فراه (پژواک، ۱۰ لړم ۹۷): فراه کې سیمه ییزې سرچينې وايي چې په ياد ولایت کې د نسکورې شوې چورلکې د قربانیانو مړي له ۲۴ ساعتونو وروسته هم د امنيتي ستونزو له امله، د پېښې له سيمې د فراه مرکز ته نه دي لېږدول شوي.

تېره ورځ د فراه ښار خاک سفید ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې چورلکې د سقوط له امله، د ولايتي شورا رییس او یوه غړي او یو جنرال په ګډون ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

یو شمېر سيمه ییزو سرچینو او د فراه اوسېدونکو اندېښنه وښوده او ويې ويل چې د پېښې قربانیان لا هم د پېښې په ځای کې چې پرون د فراه انار درې او د هرات شينډنډ ترمنځ د جمال غازي سيمه کې رامنځته شوه پاتې دي، امنیتي ځواکونه د امنیتي ګواښونو له امله نه دي توانېدلي څو مړي د فراه مرکز یا د اناردرې ولسوالۍ ته ولېږدوي.

حمیدالله د فراه ښار اوسېدونکی چې پلار يې د تېرې ورځې په پېښه کې وژل شوی، له پژواک خبري اژانس سره مرکه کې حکومت د پرونۍ پېښې د مړو په انتقال کې ګرم بولي.

د دغه ځوان په وینا، پلار يې د حج او اوقافو ریاست کارمند و او د رسمي کار لپاره يې کابل ته سفر کاوه.

په ورته مهال په فراه کې د ملي اردو د دویمې لوا ویاند نورالحق خالقي د دغه خبر د پخلي تر څنګ پژواک ته وويل: ((له تېرې ورځې راهيسې د مړو په لېږد اخته يو؛ خو په یاده سيمه کې امنيتي ګواښونه ډېر دي او سيمه په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې ده؛ نو ځکه د امنیتي ځواکونو د تګ مخه یې ډب کړې ده.))

د ملي اردو د دويمې لوا د وياند په وينا، نن سهار د لوا قوماندان د دغه ولایت له والي او د اناردرې له یو شمېر قومي مشرانو سره پرېکړه وکړه چې د سيمې مخورو په منځګړيتوب، مړي د سره صليب په مرسته د فراه مرکز ته انتقال کړي.

د یادونې ده، تېره ورځ په نهه بجې او لس دقیقې د ملي اردو یو چورلکه چې له غره سره د ټکر پېښه ګڼل کېږي، یاده چورلکه د فراه اناردرې ولسوالۍ او د هرات شينډنډ ولسوالۍ ترمنځ د جمال غازي سيمه کې ولوېده، په پېښه کې د فراه ولايتي شورا رییس فرید بختور، د شورا غړې جمیله اميني او د هېواد په لوېديځ کې د ظفر ۲۰۷ قول اردو مرستیال برید جنرال نعمت الله خلیل په ګډون ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.