فيض اباد (پژواک، ١١ لړم ٩٧): د بدخشان سيمه ييز مسوولين وايي چې د دغه ولايت په ارغنج خواه ولسوالۍ کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو ٤٨ ساعتونو راهيسې د ارغنج ولسوالۍ په دشت شېوه سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه ٢٠ طالبان وژل شوي او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
خو بدخشان کې د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې ١٣ طالبان هم وژل شوي دي.
هغه وايي: ((په سيمه کې واوره پرته ده، نو طالبان هم تر اوسه نه دي توانېدلي چې د خپلو کسانو مړي انتقال کړي.))
سرچينې زياته کړه چې په دې جګړه کې دوه پوليس هم ټپيان شوي چې تر درملنې لاندې دي او روغتيايې وضعيت یې د ډاډ وړ دى.
بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د ارغنج په جګړه کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان محي الدين په ګډون ٢٠ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن