ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار په دویمه ناحیه کې اورلګېدنې میلیونونه ډالر زیان اړولی

د کابل ښار په دویمه ناحیه کې اورلګېدنې میلیونونه ډالر زیان اړولی

author avatar
2 Nov 2018 - 15:25
د کابل ښار په دویمه ناحیه کې اورلګېدنې میلیونونه ډالر زیان اړولی
author avatar
2 Nov 2018 - 15:25

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۹۷): د کابل ښار د دویمې ناحیې د سوداګریزو مارکېټونو زیانمن وايي چې د تېرې ورځې اورلګېدنې ورته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.

دغه اور لګېدنه پرو ماښام ۶ بجې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند په خیرخواه مارکېټ کې رامنځته شوه.

په دې اورلګېدنه کې د خیرخواه، اتفاق، زرنګار او کابل الکتریک مارکېټونو د کمپیوټر، مبایل او برقي سامانونو تر ۳۰۰ ډېر دوکانونه سوځېدلي دي.

عیني شاهدان د دې اورلګېدنې لامل د برېښنا شارټي بولي او وايي چې په دې پېښه کې هټۍ والو ته میلیونونه ډالر زیان رسېدلی دی.

د کابل الکتریک مارکېټ د مبایلونو یوه هټۍ وال محمد نسیم حلیم دې ته په اشاره چې خیرخواه او اتفاق مارکېټونه بشپړ سوځېدلي، وویل چې د زرنګار او کابل الکتریک مارکېټونو ځینو هټۍ والو مخکې له دې چې اور ور ورسېږي خپل یو شمېر مالونه ولېږدول خو بیا هم هټۍ والو ته ډېر زیان اوښتی دی.

هغه دې ته په اشاره چې پولیسو اجازه نه ورکوله خپل مالونه ولېږدوي، وویل: ((ورور مې پولیس ته یو مبایل ورکړ څو موږ ته اجازه راکړي چې خپل مالونه وباسو، مالونه مو کور ته یووړل خو بیا مو هم ۳۰۰ مبایلونه ورک شول او دوه زره ډالرزیان را ورسېد.

په اتفاق مارکېټ کې د مبایلونو یو عمده پلورونکی عظیم وايي چې څلور دوکانونه یې سوځېدلي دي او میلیونونه ډالر زیان ور رسېدلی دی.

هغه د دې په ویلو سره چې تر ۳۰۰ ډېر دوکانونه سوځېدلي، له حکومته وغوښتل، هغو کسانو ته چې مالي زیان ور اوښتی باید مالي مرسته ورسره وکړي څو بېرته خپل کارونه پیل کړي.

د کابل اطفایې مدیریت نوکریوال سمونوال امیرشاه پژواک اژانس ته وویل چې د دې ادارې کار کوونکو د اور مړ کولو لپاره پر وخت ساحې ته ځانونه ورسول.

هغه وايي چې د دغه مدیریت ۱۵ اطفائیه موټرو په ساحه شتون درلود او تر سهاره د اور په مړ کولو باندې بوخت وو.

نوموړي په دې برخه کې د ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

خو پژواک خبري اژانس له پرله پسې اړیکو وروسته هم ونه توانېد چې په دې اړه د امنیتي مسوولینو نظر ترلاسه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.