ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قومي مشران: که له پکتيا سره شوې ژمنې عملي نه شي، په راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوو

author avatar
2 Nov 2018 - 16:36
author avatar
2 Nov 2018 - 16:36

ګردېز (پژواک، ١١ لړم ٩٧): د پکتيا ولايتي شورا ځينو غړو، قومي مخورو او ځوانانو په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې هېڅ کومه لويه پروژه نه ده پلې شوې.

دوی وايي که د ولسمشر له خوا له دغه ولايت سره شوې ژمنې عملي نه شي، نو په راتلونکو ولسمشمريزو ټاکنو کې به ګډون ونه کړي.

د دوی له ډلې قومي مخور عبدالحکيم وويل چې په پکتيا کې د پوهنې او روغتيا په برخو کې خورا ډېرې ستونزې دي او د دغه ولايت مهم سړکونه هم نه دي جوړ شوي.

دی وايي: ((د کرزي له دورې د اشرف غني تر فعلي وخته ټولو وعدې کړې، خو پر خپلو وعدو وفا او عمل نه کوي. مکتبونه او کلينيکونه نه لرو، سړکونه مو دغسې کنډ کپر دي، لکه مخکې چې هيئتان راغلل، هېڅ يې هم ونه کړل، هيئت او تفتيش هم پيسې خوري.))

د ګردېز ښار د درېيمې ناحيې د ګذر وکيل رازمحمد وايي چې د نورو په څېر د ولسمشر غني هغه ژمنې هم يوازې تر شعار او کاغذ پورې محدودې پاتې شوې چې شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې يې پکتيا ته په سفر کې د دغه ولايت له اوسېدونکو او مشرانو سره کړې وې.

راز محمد وويل: ((يوه پروژه هم نه سرته رسېدلې او نه کار پرې شروع شوی. د ګردېز ــ زرمت سړک چې په پنځه دېرش ميليونه ډالر يې قرارداد شوی و، زه خپله په هغه افتتاح کې وم، خلک متضرر شول، ځمکې او کورونه يې وران شول، وعده ور سره شوه، چې همکاري در سره کوو او سړک درته جوړوو، خو اوس هېڅ شی هم نشته.))

حاجي يعقوب د مچلغو بند جوړول، د صنعتي پارک فعالول، ګردېز ــ زرمت سړک، د مامورينو ښارګوټي وېش او پکتيا پر اقتصادي زون بدلول د ولسمشر وروستۍ ژمنې بولي او وايي چې د کابينې وزيران او مسوول چارواکي د ولسمشر له خوا د شوو ژمنو په اړه اقدامات نه کوي.

يعقوب وايي: ((کومې وعدې يې چې کړې، موږ ته پر ځای دي، خو کابينه او د جمهور رييس ښکته مقتدر مامورين په دې کې لازم اجراات نکوي. تر څو چې دا پروژې شروع نشي، پکتياوال به بلکل په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون ونکړي.))

دغه راز د تغيیر بنسټ غړی منوچهر مل پکتيا ته د زون د مرکز او لومړي درجه ولايت بودجه او امتيازات ورکول اړين بولي او وايي چې د نورو زونونو په څېر بايد دغه ولايت ته هم توجه وشي.

مل وويل: ((ولسمشر موږ ته ويلي چې زه د لويې پکتيا يم او خپل کور ته په اخره ورځ راځم، خو زه فکر کوم اخره ورځ هم تېره شوې او هغه وعدې يې چې له موږ سره کړې وې، عملي نکړې او که په دې کمه موده کې تخصيص شوې بوديجه پکتيا ته انتقال نشي، نو په کرار نه کينو.))

د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري په پکتيا کې د اقتصادي اسانتياوو برابرول، د پکتيا د کدرونو ګمارل او د ولسمشر لخوا له پکتياوالو سره لاسليک کړې دولس پروژې عملي کول اساسي يادوي او وايي که يې کارونه پيل نشي، د ارګ مخې ته به خېمه ووهي او په مدني اعتراضونو به لاس پورې کړي.

قادري وويل: ((که هغه وعدې عملي نه شي چې رييس جمهور او د تحول او تداوم ټيم له موږ سره کړې وې او هغه بوديجه چې نورو ولايتونو ته ورکول کيږي، که پکتيا ته ورنکړل شي، موږ نور نه غواړو چې له دوی سره په دې ديموکراتيکه پروسه کې، چې انتخابات دي، برخه واخلو. يو څه وخت منتظر کيږو، که ونه منل شوې د ارګ مخې ته خېمه وهو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.