ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره مياشت افغانستان کې څه باندې٢٥٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره مياشت افغانستان کې څه باندې٢٥٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
3 Nov 2018 - 15:22
تېره مياشت افغانستان کې څه باندې٢٥٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
3 Nov 2018 - 15:22

کابل (پژواک، ١٢لړم ٩٧):تېر اکتوبر کې د سپټمبر په پرتله په بريدونو کې ٩١ سلنه ډېروالى راغلى او په اکتوبر کې د سپټمبر په پرتله د مرګ ژوبلې په دوه سلنه کموالي سره ٢٥٥٢ کسان وژل شوي او ټپيان دي.

د تر لاسه شوو شمېرو له مخې، وړمه مياشت په منځنۍ کچه په هر بريد کې ١٣ کسانو، خو تېره مياشت په هر بريد کې ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پژواک خبري اژانس د ورځنيو راپورونو له مخې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې تېره (اکتوبر) مياشت کې ٣٧٤ خو په وړمه ( سپټمبر) مياشت کې١٩٦ بېلابېل بريدونه شوي.

د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې تېره مياشت د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٣١ کې ١٣٩٨ کسان وژل شوي او ١١٥٤ نور ټپيان دي.

تر لاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو اتو تنو څلورو ته په مخامخ نښتو، يوه- يوه ته په هوايي او د اکتوبر په شلمه د ولسي جرګې د ټاکنو ورځو په بريدونو او پاتې نورو ته په چاودنو، ځانمرګو بريدونو، هدفي وژنو او چورلکې په غورځېدو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر نيمايی ډېر (١٩٧) بريدونه د ټاکنو په ورځ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تر سره شو ي دي.

له پاتې نورو بريدونو څخه ٢٣، په فارياب، ١٥ په ننګرهار، ١٢ په هلمند او پاتې نور(١٣٢) بريدونه په ٢٨ ولايتونو کې تر سره شوي دي.

 اکتوبر کې له باميان ، کاپيسا او پنجشېر ولايتونوڅخه دبريدونو راپور نه دى ترلاسه شوى.

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې تېره مياشت ټول١٣٩٨ کسان وژل شوي او ١١٥٤ نور ټپيان دي.

په دغو وژل شويو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي، چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

خو د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ (CPAG) موندنې ښيي چې په تېره اکتوبر مياشت کې د افغانستان په ۲۳ ولايتونو کې ۲۷۳ ملکي وګړي وژل شوي او تر۵۵۰ زيات ټپيان دي.

يادونه: د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړۍ ورځې (د اکتوبر شلمې)بريدونه او مرګ ژوبله په نقشه کې کې نه ده راوستل شوې؛ ځکه چې په راپورونو کې د يو شمېر بريدونو کره سيمه نه وه څرګنده.

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد نه وي شوى او خلکو ته دې مرګ ژوبله نه وي اوښتې، خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د ټاکنو په لومړۍ ورځ اوښتې ده. په دغه ورځ په بېلابېلو بريدونو کې ٧٣ کسان وژل شوي او ٢٧١ نور ټپيان دي.

د دغې ورځې تر ټولو خونړۍ بريدد کابل ښار په خيرخانه کې و چې ۱٦ کسان په کې ووژل شول او ٢٠ نور ټپيان شول.

وړمه (سپټمبر) مياشت په ترتيب سره تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کندهار، ننګرهار، پکتيا، جوزجان، کابل، اروزګان، بغلان،ميدان وردګ، زابل او فراه ولايتونو کې اوښتې وه.

شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلې د کچې ډېروالى د جګړې په ډول او تکتيک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې تر سره کېږي.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

افغانستان کې د تېرو کلونو تجربې ښيي چې هر کال د ګرمۍ په موسم کې جګړه او له امله يې مرګ ژوبله ډېره وي، خو د هوا په سړېدو سره کمېږي.

د پژواک خبري اژانس د مياشتنيو راپورونه له مخې، تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر وي.

که څه هم چې سږ اکتوبر کې د تېر کال اکتوبر په پرتله د مرګ ژوبلې په شمېر کې ډېر توپير نشته، خو په ټوله کې سږ کال د تېر په پرتله خونړى دى.

په منځنۍ کچه د تېر کال په لومړيو لسو مياشتو کې څه باندې ٢١٦٠٠ تنو، خو د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې څه باندې ٢٣ زره  تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېر کال په ټول هېواد کې ٢٥ زره کسان وژل شوي او ټپيان دي.

سوله وکړئ او جګړه بنده کړئ!

د ميدان وردګو د مرکز ميدان ښار اوسېدونکى صديق احمد روحاني وايي، څه موده وړاندې يې ځوان تره په داسې حال کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو د جګړې پر مهال په ګولۍ ولګېد او ژوند يې له لاسه ورکړ، چې په خپله کرونده کې يې کار کاوه.

هغه وويل:”شهيد تره مې د دوولسم ټولګي زده کوونکى و، تل به يې ويل چې کله له ټولګي فارغېږي نو طب به انتخابوي او د دردېدلي ولس ټپونه به درمانوي؛ خو دی د تل لپاره ټپي له موږ نه ولاړ.”

روحاني د جګړې  له ښکېلو خواوو وغوښتل چې نور دې جګړه ودروي او سوله دې وکړي؛ ځکه چې د جګړې دواړو لوريو ته افغانان وژل کېږي.

د فراه ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي ۵۱ کلن حاجي غلام چې موده مخکې يې د تره زوى د ماين په چاودنه کې وژل شوى وايي:” افغانستان کې د وروڼو تر منځ جګړه روانه ده، زه له دواړو لوريو غواړم چې جګړه ودروي او سوله وکړي، تر څو افغان وژنه پاى ته ورسېږي”

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.