ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د مسکو غونډه کې د ګډون  په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې

حکومت: د مسکو غونډه کې د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې

author avatar
3 Nov 2018 - 16:45
حکومت: د مسکو غونډه کې د ګډون  په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې
author avatar
3 Nov 2018 - 16:45

کابل(پژواک، ۱۲لړم ۹۷): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د مسکو غونډه کې د ګډون په اړه خبرې اترې دوام لري او په دې اړه تراوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې؛ خو د دولت له چوکاټ پرته چې څوک دې غونډه کې ګډون کوي، هغوی خپله استقلالیت لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت د استازي د ګډون په تړاو خبرې دوام لري.

نوموړي په ټینګارسره زیاته کړه: (( زموږ مذاکرات روان دي او پر یوې پایلې کار کوو خو په ځانګړې توګه د غونډې څرنګوالي په اړه هوکړې ته نه یو رسېدلي او بحث دوام لري.))

نوموړي وويل چې د افغان حکومت له ګډون او مالکیت پرته به د غونډې جوړېدل، اغېزناک نه وي.

هغه د مسکو په غونډه کې د ځینو افغان سیاستوالو ګډون ته په اشارې سره وویل چې افغان حکومت د سیاستوالو د ګډون او نه ګډون په تړاو مسوولیت نه لري، هغوی پېژندل شوې څېرې دي او له دې امله بلنه ورکړل شوې ده.

په ورته مهال، ځینو رسنیو راپور ورکړی چې روسیې له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه اته افغان سیاستوال د مسکو غونډې ته وربللي دي چې حامد کرزی او عطامحمد نورهم په کې شامل دي.

 د پخواني ولسمشرحامد کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي چې کرزى له دې امله د مسکو په غونډه کې ګډون کوي، څو له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ټول موارد په پام کې ونیول شي.

په ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا( Maria Zakharova) تېره اوونۍ ويلي و چې د مسکو غونډې نېټه او د ګډونوالو نوملړ د نهايي کېدو په حال کې دی، نوموړې هيله مندي ښودلې چې د غونډې جزيیات به په راتلونکو ورځو کې څرګند شي.

  مسکو په اګست میاشت کې د افغان سولې لپاره د څو اړخیز کنفرانس د جوړېدو وړانديز وکړ چې د ۱۲ هېوادونو او طالبانو استازو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه او ټاکل شوې وه چې دا غونډه په سپټمبرمیاشت کې جوړه شي؛ خو وروسته وځنډېده، ولسمشرمحمد اشرف غني وويل چې هر رازمذاکرات باید د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي.

د یادونې ده چې د پاکستان د نقش څرنګوالی او طالبانو دريځ، د هېوادونو د استازو بلنه او د افغان حکومت له لوري د ناستې مديریت هغه مهمې موضوع ګانې دي چې د دې ناستې ترسره کول يې ځنډولي دي.

تردې وړاندې د افغان حکومت اجراييه رييس هم ويلي و چې د افغان حکومت له ګډون پرته به د مسکو غونډه کومه پایله و نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.