ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نابینايان په ختيځ کې د ځانګړي ښوونځي د جوړېدو غوښتنه کوي

نابینايان په ختيځ کې د ځانګړي ښوونځي د جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
3 Nov 2018 - 16:19
نابینايان په ختيځ کې د ځانګړي ښوونځي د جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
3 Nov 2018 - 16:19

جلال اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۹۷): په ختيځ زون کې د نابينايانو ټولنه وايي چې لاهم نابينايانو ته د کار، زده کړو او لوبو په برخو کې اسانتياوې نه دي برابرې شوې.

د ختيځ زون د نابينايانو ټولنې مشر فضل الغني بشردوست نابينا له پژواک اژانس سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې لا هم د دغو ولايتونو نابينايان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل،د زده کړو، لوبو او کار برخو کې د اسانتياوو نه موجوديت هغه څه دي، چې دوی ترې ډېر کړېږي.

د بشردوست په وينا، ننګرهار کې يې د نابينايانو لپاره د زون په کچه د يو ځانګړي ښوونځي د جوړېدو هڅې پيل کړې وې، وزارت هم د دوی غوښتنه منلې وه؛ خو هغه شرط چې ورته وړاندې شوی د دوی له وسې بهر دی.

هغه وايي، د وزارت له مهمو شرطونو يو دا هم دی، چې نابينايان بايد په رضاکارانه توګه د يوې مياشتې لپاره ښوونځی خپله مخته يوسي، که منظم مخته تللي و؛ نو بيا ورته ښوونځی جوړوي.

خو دی زياتوي چې دوی د نورو امکاناتو ترڅنګ د يوې مېاشتې لپاره وړيا استادان هم نه شي استختدامولی، نو ځکه يې دغه ستونزه همداسې پاتې ده.

بشردوست وايي، چې ورته ښوونځي په کابل، مزار شريف، هرات او کندهار ښارونو کې هم د زون په کچه فعال شوي او دلته يې هم شديده اړتيا ليدل کېږي.

د نوموړي په خبره، د نابينايانو دوه نورې لويې ستونزې د کار او ورزش په برخو کې د اسانتياوو نه موجوديت دی.

د ختيځ زون د نابينايانو د ټولنې مشر وايي چې دلته په خپلو هلو ځلو يو شمېر نابينايان توانيدلي چې د لېسانس تر کچې زده کړې وکړي؛ خو ورته د کار زمينه نه ده برابره شوې.

په ورته وخت کی دی وايي، نابينايان د کرکټ په ګډون د يو شمېر نورو لوبو د ترسره کولو وړتيا لري؛ خو ورته هېڅ زمينه نه ده برابره شوې.

د نوموړي په وينا، نابينايان تر ډېره فزيکي کار نه شي کولی، وينه يې جريان نه پيدا کوي؛ نو ځکه خو يې د صحت د ښه والي لپاره ورزش ته ډېره اړتيا ده.

نور نابينايان هم د همدغو ستونزو د حل غوښتونکي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.