جلال اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۹۷):د ننګرهار ولايت يو شمېر مدني فعالانو د برېښنا، امنيت، پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې د ستونزو د حل په موخه د حق غوښتنې خېمه ووهله.
دوی چې د لړم په ۱۲مه يې د مرکز جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې خېمه وهلې، وایي،حکومت له ننګرهار سره د مور ميرې چلند کوي او په يادو برخو کې يې دغه ولايت ته هېڅ خدمات نه دي ترسره کړي.
مدني فعالان شکايت کوي چې د ملي وحدت حکومت ننګرهار ته کومه ځانګړې پروژه نه ده منظور کړې؛ خو اسلامي پوهنتون جوړېدو منظور شوې پروژه يې هم بل ولايت ته ترې انتقال کړه.
دوی د برېښنا د ستونزې حل، ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون جوړېدو، د امنيت تامين، د پوهنې او روغتيا سکتورونو د پياوړتيا غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ، که يې دغه غوښتنې ونه منل شوې؛ نو په لويو لاريونونو به لاس پورې کړي.
د حق غوښتنې د دغې خېمې يو ګډونوال او د ننګرهار د ولايتي شورا غړی محمد ناصر مومند وايي، له ننګرهار سره په اکثرو چارو کې مرکزي اداره د مور مېرې چلند کوي او د نننۍ حق غوښتنې خېمې درولو موخه هم د خپلو حقونو غوښتل دي.
دی وایي،مرکزي اداره د ننګرهار د برېښنا ستونزې د حل په برخه کې هېڅ برنامه نه لري، که نه يو کوچني کلي په دوو ولايتونو برېښنا قطع کړې؛ خو دوی يې پر وړاندې غلي ناست دي.
د پرلت بل ګډونوال او مدني فعال نجيب الله صاحب زاده وايي، د ملي وحدت حکومت دواړو مشرانو د ټاکنيزو منډو ترړو پرمهال له ننګرهاريانو سره ډېرې ژمنې کړې وې؛ خو تر اوسه يې يوه هم پوره نه کړه او حتی په دغه نږدې پنځه کلنه دوره کې د ننګرهار او ټول ختيځ خلک سخت وځپل شول.
د حق غوښتنې خېمې د ګډونوالو تر ټولو لويه غوښتنه د برېښنا ستونزې حل دی چې له يوې مياشتې راهيسې پر ننګرهار او لغمان ولايتونو برېښنا پرې شوې ده.
مدني فعال او د دغې خېمې وياند عبدالطيف واحدي وايي، چې د برېښنا د ستونزې په حل کې د ننګرهار او لغمان ولايتي ادارې پاتې راغلي او مرکزي اداره يې پر وړاندې بې غوري کوي.
د حق غوښتنې د خېمې غړو يو پرېکړه ليک هم صادر کړ،چې په کې د برېښنا ستونزې د دايمي حل او ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د پروژې د تطبيق غوښتنه شوې وه.
دوی ګواښ کړی چې که يې دغه غوښتنې ونه منل شوې، د ولس له لوري چې هر غبرګون تر سره کېږي، مسوليت به يې د چارواکو پر غاړه وي.
د يادونې ده چې له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې ننګرهار ته له نغلو برېښنا بند څخه راغلې برېښنا پرې شوې او د جلال اباد او مهترلام ښارونو زرګونه کورنۍ له برېښنا څخه بې برخې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن