د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نابینايان په ختيځ کې د ځانګړي ښوونځي د جوړېدو غوښتنه کوي

نابینايان په ختيځ کې د ځانګړي ښوونځي د جوړېدو غوښتنه کوي

Nov 03, 2018 - 16:19

جلال اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۹۷): په ختيځ زون کې د نابينايانو ټولنه وايي چې لاهم نابينايانو ته د کار، زده کړو او لوبو په برخو کې اسانتياوې نه دي برابرې شوې.

د ختيځ زون د نابينايانو ټولنې مشر فضل الغني بشردوست نابينا له پژواک اژانس سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې لا هم د دغو ولايتونو نابينايان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل،د زده کړو، لوبو او کار برخو کې د اسانتياوو نه موجوديت هغه څه دي، چې دوی ترې ډېر کړېږي.

د بشردوست په وينا، ننګرهار کې يې د نابينايانو لپاره د زون په کچه د يو ځانګړي ښوونځي د جوړېدو هڅې پيل کړې وې، وزارت هم د دوی غوښتنه منلې وه؛ خو هغه شرط چې ورته وړاندې شوی د دوی له وسې بهر دی.

هغه وايي، د وزارت له مهمو شرطونو يو دا هم دی، چې نابينايان بايد په رضاکارانه توګه د يوې مياشتې لپاره ښوونځی خپله مخته يوسي، که منظم مخته تللي و؛ نو بيا ورته ښوونځی جوړوي.

خو دی زياتوي چې دوی د نورو امکاناتو ترڅنګ د يوې مېاشتې لپاره وړيا استادان هم نه شي استختدامولی، نو ځکه يې دغه ستونزه همداسې پاتې ده.

بشردوست وايي، چې ورته ښوونځي په کابل، مزار شريف، هرات او کندهار ښارونو کې هم د زون په کچه فعال شوي او دلته يې هم شديده اړتيا ليدل کېږي.

د نوموړي په خبره، د نابينايانو دوه نورې لويې ستونزې د کار او ورزش په برخو کې د اسانتياوو نه موجوديت دی.

د ختيځ زون د نابينايانو د ټولنې مشر وايي چې دلته په خپلو هلو ځلو يو شمېر نابينايان توانيدلي چې د لېسانس تر کچې زده کړې وکړي؛ خو ورته د کار زمينه نه ده برابره شوې.

په ورته وخت کی دی وايي، نابينايان د کرکټ په ګډون د يو شمېر نورو لوبو د ترسره کولو وړتيا لري؛ خو ورته هېڅ زمينه نه ده برابره شوې.

د نوموړي په وينا، نابينايان تر ډېره فزيکي کار نه شي کولی، وينه يې جريان نه پيدا کوي؛ نو ځکه خو يې د صحت د ښه والي لپاره ورزش ته ډېره اړتيا ده.

نور نابينايان هم د همدغو ستونزو د حل غوښتونکي دي.

 د دوی له ډلې د کونړ ولايت اوسېدونکی قاري عبدالحليم ديوګلي وايي چې نابينايانو ته هېڅ اسانتياوې نه دي برابرې شوې.

هغه وايي، که ورته د ځانګړو زده کړو، لوبو او کار زمينه برابره نه شي؛ نو نابينايان اړ دي چې ګدايي وکړي او د ټولنې د اوږو بار شي، حال دا چې نابينايان ناتوانه نه دي او د هر کار وړتيا لري.

قدرت الله سادات يو بل نابينا دی، چې څو کاله وړاندې يې د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې د خپل کلي په جومات کې د چاودنې پرمهال د دواړو سترګو له ديد څخه خلاص شوی دی.

هغه وايي، په نابينا سترګو کرکټ کولی شي او د نورو ډېرو کارونو وړتيا هم لري؛ خو حکومت يې لاسنیوی نه کوي.

يو بل نابينا احسان الله صميم پژواک ته وويل چې د زده کړو په برخه کې شته مشکلاتو ورته نورې ستونزې هم جوړې کړې دي.

هغه پر حکومت نيوکه وکړه چې د نابينايانو د ښوونځي جوړېدو په برخه کې له سليقوي چلند څخه کار اخلي او کومو ولايتونو ته چې يې خوښه وي، ښوونځی جوړوي او چېرته يې چې خوښه نه وي دا سهوليت نه برابروي.

په دې اړه د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري پژواک وويل چې تر اوسه ورته په دې اړه چا وړانديز نه دی کړی، چې د نابينايانو لپاره دې ځانګړي ښوونځي جوړ شي.

ده زياته کړه: (( ښوونه او روزنه د ټولو لپاره ده موږ کوښښ کوو چې نابينايانو ته هم زمينه برابره کړو.))

هغه دا هم وويل چې يوې خيريه ټولنې ورته د کڼو لپاره ځانګړی ښوونځی تسليم کړی، چې اوس د دوی تر نظارت لاندې په کې کاڼه او ګونګيان زده کړې کوي.

په ننګرهار کې د معلولينو ټولنه وايي چې د ختيځ په درېيو ولايتونو ننګرهار، کونړ او لغمان کې ورسره ۱۳۳۱ نابينايان ثبت شوي چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement