ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دایکنډي کې کرنيز حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي

په دایکنډي کې کرنيز حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي

author avatar
3 Nov 2018 - 13:41
په دایکنډي کې کرنيز حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي
author avatar
3 Nov 2018 - 13:41

 نیلي (پژواک، ۱۲لړم ۹۷): د دایکنډي د کرنې مسوولين وايي چې د روان کال په لومړيو کې له وخت څخه مخکې د هوا سړښت او وچکالۍ د دې ولايت د کروندګرو کرنیزحاصلات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کم کړي دي.

د دایکنډي ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس سید عبدالواحد فیروزي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ټول کرنیزحاصلات لکه غلې دانې، سبزیجات او د باغونو محصولات د سړې هوا او وچکالۍ له امله ۵۰ سلنه کم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې بادام د دایکنډي تر ټولو عاید لرونکی محصول دی چې هر کال د دې ولایت زرګونه کورنۍ یې ګټې ته سترګې پر لار وي او د دې ولایت نږدې اتیا سلنه اوسېدونکي له دې لارې خپل ژوند پر مخ وړي؛ خو سږ کال یې تولید ۱۳ زره متريک ټنو ته رسېدلی؛ په داسې حال کې چې تېرکال د بادامو حاصلات ۱۳ زره متریک ټنو ته رسېدل.

 د هغه په وينا، د بڼوالۍ حاصلاتو بیې په ځانګړې توګه د بادامو بیه د تېرکال په نسبت رالوېدلې ده.

فیروزي زياته کړه چې تېرکال یو من (اووه کلیو) سنګک بادام په ۸۰۰ افغانیو پلورل کېدل؛ خو سږکال یې بیه ۵۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

نوموړي، د بادامو پروسس د مرکز نشتون، د لارو سختوالی، د بازار نه موجودیت او د مرکزي ادارې لږ پاملرنه هغه ستونزې یادې کړې چې د دې ولايت بڼوال ورسره لاس او ګریوان دي.

له بل پلوه بڼوال او د دې ولایت په مرکز کې د بادامو پلورونکي د خپلو کرنیزو محصولاتو کمښت او د نرخونو له ټيټوالي په ځانګړه توګه د بادامو نرخ له کمښت څخه سرټکوي او وايي چې د تېرو کلونو په پرتله، په سيمه ییزو بازارونو کې د یو من بادامو په نرخ کې ۳۰۰ افغانۍ کموالی راغلی دی.

 د دایکنډي یو کروندګر رحمت الله وويل: (( هرکال مې له ۱۲ تر ۱۳ سوه منه ( څه ناڅه ۹ ټنه) بادامو حاصل اخیسته چې تېروکلونو کې مې له لګول شوو پيسو پرته د بادامو له پلورڅخه نږدې ۶۰۰ زره افغانۍ ګټه ترلاسه کوله؛ خو سږکال سربېره له دې چې د بادامو حاصلات کم و بیه يې هم رالوېدلې ده.))

د بادامو ملي سوداګر حاجي خداداد وويل: (( له بده مرغه سږکال بادام ښه بازار نه لري، موږ له دې ځایه بادام را غونډه وو؛ کله يې چې کابل ته وړو، په ډېره ټيټه بېه یې پلورو چې نه سوداګرو او نه هم بزرګرو ته ګټه رسوي.))

 د دایکنډي ولایت د کرنې ریاست مسوولینو په وینا، په دې ولایت کې څه د پاسه ۲۴ ډوله بادام تولیديږي.

دو ډوله ستاربايي، دوه ډوله سنګک، دوه ډوله عبدالواحدي، مخملي، قهاربايي او شاخ بُز تر ټولو مشهور بادام دي چې له دې ولایت څخه ترلاسه کېږي.

د دایکنډي بادام په خوند او کیفیت کې بې ساري بلل کېږي، د مناسب بازار نشتون او د دولت مالي او غیرمالي او په هېواد کې د نورو کرنیزو بنسټونو ملاتړ د نه موجودیت له امله د دایکنډي تر ټولو ارزښتناک  کرنیز محصول (بادامو) نرخ له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.