لښکرګاه(پژواک،١٢لړم٩٧):دهلمند امنيتي چارواکي وايي چې د بېلابېلو هوايي بريدونو په ترڅ کې ١٩ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د لښکرګاه ښار اړوند د سره ګودر په سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او د ماينونو يوه فابريکه يې هم له منځه تللې ده.
دى وايي چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په ماتکي سيمه کې هم هوايي بريد شوى چې په ترڅ کې يې پنځه طالبان وژل شوي، يو يې ټپى دى او يو موټر سايکل يې هم له منځه تللى دى.
دغه راز بهادري زياته کړه چې د ګرشک ولسوالۍ په سيدانو سيمه کې هم هوايي بريد شوى چې په ترڅ کې يې پنځه طالبان وژل شوي او يو موټر سايکل يې له منځه تللى دى.
بل لورته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې طالبانو تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ په حاجي عزيز پمپ سيمه کې د ملي اردو يو ټانګ په ماين الوځولى چې په ترڅ کې يې په ټانک کې سپاره ټول سرتېري وژل شوي دي.
د يادونې ده چې هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن