جلال اباد-مهترلام (پژواک، ۱۲ لړم ۹۷): ننګرهار کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې درې مهم غړي نيولي او لغمان کې هم اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ۱۲مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو او جلال اباد ښار قصبې سیمو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پرون له غرمې وروسته عمليات ترسره کړي دي.
دی وایي، د دغو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د مالي برخې درې مسوولین خاصدار، نیازمین او محمد عباس نيول شوي دي.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په نیول شوو کسانو کې خاصدار د داعش ډلې مشر عبدالله خراساني ته د پیسو را ټولو او نوموړي ته د لېږد په برخه کې فعالیت ترسره کاوه چې له همدې امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې يې تروریستي بریدونه ترسره کول.
په ورته وخت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د حصارک ولسوالۍ په جوکان سیمه کې هم عملیات کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د وسله طالبانو د وسلو، مهماتو او چاودېدونکو توکو يوه ډیپو، یو عراده موټر سایکل او نور توکي له منځه وړل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د جلال اباد ښار په دویمې ناحیې کې هم تېره ورځ د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې په ترڅ کې يې د دولت له وسله والو مخالفینو سره د اړیکو په تور دوه تنه نیولي شوي دي.
عطاء الله خوږياڼی وايي چې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، لغمان کې د هوايي بريدونو له امله د دوو قوماندانانو په ګډون اووه وسله وال وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل چې پرون ماښام شاوخوا پنځه بجې د دغه ولايت اليشنګ ولسوالۍ شمکټ سيمه کې بهرنيو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر پټنځای هوايي بريد کړی دی.
دی وايي، د دغه بريد پرمهال څلور وسله وال طالبان وژل شوي او نور چاته په کې زيان نه دی اوښتى.
دغه راز د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول څارن شفيع الله پژواک ته وويل چې له دې وړاندې يو بل بريد د اليشنک په قلعه ټک سيمه کې هم شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن